لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندوستان د کېنېډایي شهري په وژنه کې د لاس لرلو تورونه رد کړي


هندوستان د کېنېډا هغه تورونه رد کړي چې ګنې د کېنېډايي شهري په وژنه کې د هندوستان لاس وو. د کېنېډا وزيراعظم جسټن ټروډو د ګل/دوشنبې په ورځ ويلي وو، حکومت یې پلټنې پیل کړي چې معلومه کړي د یو کېنېډایي شهري په وژنه کې د هندوستان حکومت لاس وو او که نه.

د کېنېډا د سيکانو برادرۍ یو مشر هردیپ سېنګ نېجار، چې د سيکانو دپاره د خالستان په نوم له هندوستان نه د یو جدا ریاست قوي ملاتړی او فعال وو، د جون په 18مه نېټه د کېنېډا د برېټش کولمبیا صوبې په سورې ښار کې د سيکانو په ثقافتي مرکز کې په ډزو ويشتل شوی او وژل شوی وو.

ښاغلي ټروډو د کېنېډا په پارلېمان کې ويلي وو، استخباراتي ادارې یې د دې تورونو په اړه پلټنې کوي چې ګنې په دې وژنه کې د هندوستان حکومت لاس درلودلو.

ټروډو ويلي وو، هغه تېره هفته د جي-20 يا شلو اقتصادي طاقتونو د ډلې غونډه کې د ګډون دپاره هند ته تللی وو، د یادې قضیې خبره یې د هندوستان وزیراعظم نريندرا مودي سره شریکه کړې او مودي ته یې ویلي وو، په پلټنو کې دې ورسره مرسته وکړي او که چرته په دې وژنه کې د هند لاس وي، نو دا به غېرقابل برداشت وي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت د کېنېډا د وزيراعظم تورونه رد کړي دي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزرات نن د نهې، سه شنبې په ورځ په يو بيان کې ویلي، "د بې بنياده تورونو مقصد د خالستاني ترهګرو او توندلارو څخه پام اړول دي چاته چې کېنېډا پناه ورکړې څوک چې په دوامداره توګه د هند د خپلواکۍ او امنیت دپاره خطره دي".

هندوستان ويلي، "په دغه حواله د کېنېډا د حکومت ګام نه پورته کول د اندېښې وړ دي".

وزیراعظم ټروډو پارليمان ته په وينا کې ويلي وو "په تېرو څو هفتو کې، د کېنېډا امنیتي ادارو په فعاله توګه د هغو قابل اعتماد الزاماتو پلټنې کوي چې ګنې د هند د حکومت اېجنټانو او د یو کېنېډایي شهري، هردیپ سېنګ د وژل کېدو ترمنځ یوه احتمالي اړیکه موجوده ده".

نوموړي په ټينګار سره ويلي، "زه په ممکنه قوي الفاظو بیا هم د هندوستان د حکومت نه کېنېډا سره د همکارۍ غوښتنه کوم چې د دې مسلې رېښې/جرړې راوسپړو".

د کېنېډا د حکومت د حزب اختلاف مشر پيئر پویلیور ويلي وو که په هندوستان باندې الزامات ثابت شي، نو دا به "زمونږ خودمختارۍ ته یو اشتعال انګېزه توهین وي".

د خالستان تحریک په هندوستان کې کالعدم ګرځول شوی، ځکه هندي چارواکي دا تحریک او ملاتړې ډلې یې خپلې قامي سلامتیا ته یوه خطره ګڼي.

مګر دا تحریک اوس هم د هندوستان په شمالي علاقو او د هغه نه بهر علاقو او ملکونو، لکه کېنېډا او برطانیه کې، چرته چې زیات شمېر سيکان اوسیږي، ځان ته ځیني ملاتړي لري.

[د خبر ځينې معلومات د اې پي څخه اخستل شوي]

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG