لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان: د جېش محمد دوو غړو ته د چندو ټولولو په جرم د بند او جرمانې سزاګانې اورول شوي


د مردان د ترهګرۍ ضد عدالت د لاقانونه ګرځول شوې جېش محمد ډلې دوو غړو ته په مجموعي ډول د شپږ نيمو، شپږ نيمو کالو بند او نهو زره روپیو جرمانې سزاګانې اورولي دي.

څېړونکي وايي دا ښه پرمختګ دی چې د ترهګرۍ دپاره چندو ټولوونکو ته سزا اورول شوې خو د ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي دپاره به کوټلې قانون سازي او په هغې عمل کول او په دغه لړ کې پاليسۍ بدلول وي.

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې [سي ټي ډي] ويلي، د 2022م د اکتوبر په میاشت کې د غېرقانونه جېش محمد دوه فعال نياز علي خان او عبدالرحمان د چندې د پېسو او رسيد بک سره نيولي وو.

سي ټي ډي په خبرپاڼه کې ويلي، "دغو کسانو به د چندو پېسې جېش محمد ته ورکولې او په ترهګرۍ کې به یې کارولې، دوی ته نن [په 19م ستمبر] د ترهګرۍ ضد عدالت په يادو جرمونو کې په مجموعي ډول د شپږ نيمو، شپږ نيمو کالو بند او نهو زرو روپو جرمانې سزاګانې واورولې".

پاکستان د کال 2002 د جنورۍ په میاشت کې جېش محمد لاقانونه ډله ګرځولې وه.

پېښور کې د جرنلزم د څانګې استاز پروفېسر ډاکټر فېض الله جان وايي، ترڅو پورې چې په پاکستان د پېسو د غېرقانوني انتقال او ترهګرۍ د مالي مرستو په ضد کارکوونکې ادارې فاینېنشل اېکشن ټاسک فورس [اېف اې ټي اېف] فشار نه وو "تر هغې مونږ ډېر په اسانه ویلی شو چې پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو مخنيوي ته سنجیده نه دی".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "پاکستان چې کله خپله د اقتصادي بدحالۍ سره مخ شو او نړيوال فشار پرې سېوا شو، نو بله لار ورسره نه وه پاتې چې د ترهګرۍ د مالي مرستو مخنيوی وکړي".

نوموړي زياته کړه، "حافظ سعيد ته سزا اورول يوه ډېره مهمه فېصله وه". هغه وويل، "ماته داسې ښکاري چې پاکستان کې دننه هم واکدارانو ته دا احساس شوی دی چې بل ملک له جهاديان تيارول په اخره کې لکه د مات لاس خپلې غاړې ته راځي او پاکستان اوس د هغو قوتونو سره مخ دی کوم یې چې تيار کړي وو".

پاکستان د کال 2019م د مارچ په مياشت کې د حافظ سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه ډله لاقانونه ګرځولې وه.

حافظ سعيد او د جماعت الدعوه ډلې ځینې نور مشران په کال 2019 کې د پنجاب سي ټي ډي پوليسو نيولي، په دوی د ترهګرو د مالي مرستو سره نور تورونه لګول شوي او د ترهګرۍ ضد عدالتونو ورته سزاګانې اورولې وې. حافظ سعید په بند کې وو چې تېر کال ورته د لاهور يو بل عدالت په دوو مقدمو کې د 31 کلونو بند او جرمانې سزاګانې اورولې وې.

حافظ سعید په 2008م کې د هند په ممبۍ کې ترسره شوي برید کې تورن دی او د دغه برید وروسته د ملګرو ملتونو لخوا نړیوال ترهګر ګرځول شوی وو.

د کال 2012م راهسې امریکا د حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم اعلان کړی دی. د 2008م د مې په مياشت کې د امریکا د خزانې وزارت د حافظ سعید نوم د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې اچولی وو.

پاکستان کې د څيړونکو په نظر، په کال 2014م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد وروسته نيشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو، داسې وعدې شوې وې چې پاکستان کې به د ترهګرۍ سختدريځۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي، وایي "که هغه ګامونه پورته کړی شوي وای، پاکستان به د اېف اې ټي اېف خړ فهرست ته نه تلو او که بيا په 2018 کې ګامونه پورته شوي وای پاکستان به څلور کاله په دغه خړ فهرست کې نه پاتې کېدو".

ښاغلی فېض الله جان وايي، "پاکستان ته به فېصله کول وي او د امنيت اهداف به ورته ټاکل او دښمن معلومول وي کوم دښمن یې چې ترهګري، بنسټ پالي او توندروي ده".

پاکستان کې او په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو سره په بلوچستان صوبه کې د ترهګرۍ او ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، حکومتي او پوځي مشرتابه په تکرار سره دعوې کوي چې د ملک څخه به ترهګري ختموي ځکه چې دا ملک کمزوری کوي.

څېړونکی خبريال افتخار فردوس وايي، "پاکستان کې او په خېبرپښتونخوا کې په ځانګړي ډول د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره څانګه جوړه شوې په هغې کې د ترهګرۍ د مالي مرستو مخنيوی هم شامل دی".

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "اوس چې د جېش محمد کسانو ته سزا واورول شوه دا ښکاره يا معلومه قضيه وه لکه دا دوه کسان په مردان کې د جومات مخې ته د پېسو ټولولو په مهال نيول شوي وو او په تېر يو کال کې په سلګونو داسې مقدمې جوړې شوي خو د خلکو ويره او دعوه ده چې خلکو ته د قلنګ دپاره اوس هم ټيليفونه راځي نو دا به اوس کتل وي چې مخکې څه کيږي".

نوموړي زياته کړه، "څيړنې خپله وايي چې ترهګر تنظيمونه د پېسو نه بغېر نه شي چلېدی، د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره څانګه کې ځانله ځانله برخې جوړې کړی شوي دي دوی به په دغه لړ کې څه کوي، په دې کې به وخت لګي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG