لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نجونو د ثانوي تعلیم ځنډولو دوه کاله، جان کربي: پلان نه لرو چې طالبان په رسمیت وپېژنو


د امریکې د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي په داسې ورځ ویلي امریکا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو پلان نه لري، چې په افغانستان کې د نجونو پر ثانوي تعلیم د بندیز دوه کاله پوره شول خو طالبانو لا د نجونو اعلی تعلیم ځنډولی دی.

جان کربي چې د ګل- دوشنبې په ورځ په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، یو خبریال ترې وپوښتل په افغانستان کې د امریکې بهرنۍ پالیسي اوس څه ده، ځکه چې وایي په دې هېواد کې اوسنی حالت د کانګرس د غړو په ګډون د ډېرو خلکو په وینا د صدر بایډن د انتظامیې میراث دی، جان کربي ورته وویل:

"موږ طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او نه سمدستي دا پلان لرو، که دوی [طالبان] غواړي حکومت یې قانوني شي پکار ده له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي".

جان کربي وایي له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو ژمنې دا دي چې څنګه حکومت به کوي خصوصاً وایي کله چې له ښځو او نجونو سره د چلند خبره راشي، وایي دوی نه یواځې دا کار کړی نه دی بلکې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې له خپلو ژمنو په بله خوا تللي دي.

طالبان چې د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول د ستمبر پر 18مه یې تر شپږم ټولګي پورته او د تېر 2022م کال په دسمبر کې یې د نجونو د پوهنتون تعلیم وځنډاوه او تل وایي چې د نجونو د اعلی تعلیم په اړه پر پلان کار کوي خو نه ده معلومه چې کله به افغانې جینکۍ بیرته خپلې زدکړې پیل کړي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش د نجونو پر زدکړو دوه کلن بندیز له بشري حقونو یوه سخته سرغړونه بللې او د ستمبر پر 18مه یې پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:

"دا له بشري حقونو داسې سرغړونه ده چې هیڅ جواز نه شي لرلای ځکه چې دا [د نجونو پر تعلیم د بندیز پرېکړه به] ټول هیواد ته د اوږدې مودې زیانونه ولري، نجونه له سکول سره تړاو لري، پرېږده چې ور ستنې شي".

شاوخوا 1000 افغانو نجونو په یو پرانیستي خط کې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې په نرمه تګلاره نیوکه کړې او د نړۍ له مشرانو یې ددغې تګلارې د بدلېدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په 21 ولایتونو او په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ثانوي دورې د ښوونځیو دغو افغانو نجونو دغه خط د ستمبر په 18مه خپور کړی چې پکې ویل شوي په افغانستان کې دوه کاله کېږي، طالبانو نجونې اعلی تعلیم ته د لاس رسي له حقه بې برخې کړې او د پوهنې له نظامه ایستلې دي:

"مونږ په ټولنه کې د عادي ژوند له بهیره لرې کړل شوي یو. تر دې مهاله د ښوونځيو د پرانستلو لپاره هېڅ خوشبيني او هيله نه شته، د پوهنتون دروازې هم د نجونو لپاره تړل شوې دي".

طالبانو د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه د امریکې د ملي امنیت غبرګون او د نجونو د ثانوي تعلیم د ځنډولو د دوه کاله پوره کېدو په اړه تر اوسه هیڅ نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې د نجونو تعلیم یې بند کړی نه بلکې تر «امرثاني» پورې یې ځنډولی دی.

تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم وویل، حکومت یې ښځو ته د تعلیم په ګډون د هغوی ټول شرعي حقونه ورکوي، خو وایي په دې برخه کې باید له بیړې کار وا نه خیستل شي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG