لاس رسیدونکی لینک

 
په روس کې د بندي امريکايي خبريال وکيلانو د ملګرو ملتونو نه د هغه د ازادېدلو غوښتنه کړې
تازه خبر

په روس کې د بندي امريکايي خبريال وکيلانو د ملګرو ملتونو نه د هغه د ازادېدلو غوښتنه کړې


په جينېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کونسل نه هغه وکيلانو چې په روس کې د قيد امريکايي خبريال ايوان ګرشکویچ مقدمه کوي غوښته کړې بايد غړي هېوادونه دغه مقدمې ته لومړيتوب ورکړي.

د ملګرو ملتونو د خپلسرو جيلونو په اړه کاري ډلې (ورکینګ ګروپ) ته په وينا کې دغو قانون پوهانو او د ارټيکل-19 د وکالت ډلې وويل د ګرشکویچ غيرقانونه بند د نړيوال قانون لاندې د بشري حقونو نه سرغړونه ده.

دا غوښتنه په ماسکو کې د ګرشکویچ د نهې- سې شنبې په ورځ د هغې عدالتي اوېدنې نه يوه ورځ وړاندې شوې چې قيد خبريال پکې د خپلې مقدمې نه وړاندې د جېل د مودې د نه غځولو اپيل کړی دی.

د وال سټريټ جرنل د خبريال د مقدمې نه وړاندې د بند ساتلو موده پکاره وه په 29 می ختمه شوې وی خو بيا د دېرشم نومبر پورې وغځول شوه.

د مقدمې د اورېدو نه مخکې په روس کې د امريکا استازي د تېرې جمعې په ورځ په جيل کې د ګرشکویچ سره ليدلي چې د سفارت لخوا په ملاقاتونو کې دا وروستۍ ليدنه ده. ګرشکوېچ په مارچ کې د جاسوسۍ په تور نيول شوی دی.

دا د سفير لېن ټريسي لخوا څلورم ځل دی چې په تېرو شپږو مياشتو کې ورته د نيول شوي خبريال د حال احوال اخستلو اجازت ورکړل شوی دی.

په سوشل ميډيا ايکس په روس کې د امريکا سفارت ليکلي “هغه ښه کلک دی او د خبرونو نه ځان خبر ساتي او دا اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د خپل مور پلار د حاضرۍ نه هم خبر دی”.

په ديارلسم سېپټمبر د ګرشکویچ مور، پلار او خور په ملګرو ملتونو کې د امريکا د استازې لېنډا تهامس ګرينفيلډ سره په ګډ خبري کانفرنس کې په ماسکو غږ کړی وو بندي خبريال دې زر ازاد کړي.

تهامس ګرينفيلډ په نړيواله ټولنه او د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو غږ کړی، “زمونږ سره ودرېږئ چې د انصاف په اړخ ودرېږو او د روس د نړيوال قانون دا غير اخلاقي سرغړونه وغندو”.

په خبري کانفرنس کې د ګرشکویچ کورنۍ د نړيوالو مشرانو نه وغوښتل د ملګرو ملتونو په غونډه کې دې د بندي خبريال مشکل ته لومړيتوب ورکړي.

په واشنګټن کې د روس سفارت د وي او ای خواست ته د ځواب ورکولو نه ډډه وکړه چې په دې مسله خپل دريځ ښکاره کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG