د ایوان نمایندګان د نظارت کمیټۍ د ویاند په وینا دغه اوریدنه د سېپټمبر په 28 نیټه ټاکل شوې ده او تمه کېږي چې په "اساسي او قانوني پوښتنو" به څرخي چې بايډن د هغه د زوی هنټر بایډن بهرنۍ تجارتي کې د ښکیلتیا تورونه پورې اړه لري.
ریپبلېکنز د ایوان نمایندګان سپیکر کېون مېکارتي په مشرۍ کې په وروستیو اونیو کې دعوی کړې چې د بايډن کړنې د خپل مرستیال صدر د وخت راهیسې "د فساد کلتور" ښیې او دا چې د هغه زوي د بهرنیو ګاهکانو سره د خپل کاروبار ته وده ورکولو دپاره "بایډن برانډ" کارولی دی.
د کمیټۍ ویاند دا هم وویل چې د کینټکي نه د ایوان نمایندګان ریپیلېکن غړی جیمز کامر چې د نظارت د کمیټۍ چیرمین دې پلان لري "د دې اونۍ په پیل کې" د هنټر بایډن او د صدر ورور جیمز بایډن د شخصي او کاروباري بېنک ریکارډونه د وړاندې کولو امر جاري کړي . مېکارتي د قضایی کمیټۍ چیرمین جېم جارډن او د ویز او مینز کمیټۍ چیرمین جیسن اسمت سره په ګډه د تحقیقاتو مشري کولو دپاره کومر مقرر کړی.
سپینې ماڼۍ صدراتي ټاکنو مهم یا کمپاین په وخت د ریپبلېکنز هڅې "تر ټولو ناوړه سیاست" بللی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاند ایان سامز د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل "د حکومت د بندولو نه څو ورځې وړاندې دغه سیاسي سټنټ اوریدنه ترسره کول مخکې د دې چې دوی حکومت وتړي د دوی ریښتیني لومړیتوبونه په ګوته کوي: د دوی دپاره په صدر بايډن باندې بې اساسه شخصي حملې د حکومت د بندیدو مخنیوي پرځاې او هغه تکلیف چې دغه نه به امریکایی کورنیو ته ورسریږي ډېر مهم دی. "
Forum