لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس دفاع وزیر:  د روس او ایران اړیکې نوې کچې ته رسېدلې دي


 د روس د دفاع وزیر ته د ایران د فضايي ځواک مشر معلومات ورکوي.
د روس د دفاع وزیر ته د ایران د فضايي ځواک مشر معلومات ورکوي.

واشنګټن – د روس د دفاع وزیر سرګې شایګو د شورو یا چهارشنبې په ورځ له تهران څخه د لیدنې پر وخت ویلي، د روس او ایران ترمنځ اړیکې یوې نوې کچې ته رسېدلې دي.

انټرفاکس خبری ادارې د شایګو له خولې راخیستي چې، "مونږ په پراخه توګه د پلان شویو فعالیتونو اهداف لرو."

هغه زیاته کړه، "په روس او ایران باندې د بندیزونو فشار بې ګټې دی او د روس او ایران تر منځ اړیکې یوې نوې کچې ته ورسېدلې."

د ایران د نور خبري ادارې د راپور له مخې، شایګو د ایران له لوړ پوړي امنیتي چارواکي علي اکبر احمدیان سره د شورو په ورځ ولیدل او دوی پر پراخو مسلو باندې سره خبرې وکړې په ځانګړي ډول د کاکسس سیمې د پرمختګونو په اړه.

د ایران د تسنیم خبري ادارې راپور ورکړی چې د روس د دفاع وزیر د ایران د انقلابي ګارد له فضايي ځواک څخه هم لیدنه کړې.

هغه د فضايي ځواک له مشر امیر علي حاجي زاده سره لیدلي او د ایران ډرونونه، توغندي او د هوايي دفاع سیستمونه ورته ښودل شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG