لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت کې په ډزو د وژل شوي پوليس اهلکار مړی ترلاسه شوی


د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې لکي مروت کې د یو پولیس اهلکار داسې مړی يا جسد ترلاسه شوی چې په ډزو ویشتل شوی دی پرون هم د لکي مروت په دره تنګ سیمه کې په ټول پلازه نامالومو کسانو ډزې کړې دوه ساتونکي پکې ژوبل شوي او د ټول پلازه څخه یې نقدي پېسې تښتولې وې.

د لکي مروت پولیس وايي، د وژل شوي اهلکار مړی د پیزو تاڼې حدود په شهباز خېل سیمه کې په داسې حال کې موندل شوی چې لاسونه یې تړل شوي او ډزې پرې شوي دي.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وايي پولیس ته اطلاع شوې چې سهار د لکي مروت په شهباز خېل شاړې سيمې تبي مراد کې د یو تن مړی موندل شوی دی.

هغه وویل د وژل شوي تن پېژندګلو د ولي شاه په نوم شوې او هغه پولیس کې هیډ کانسټېبل وو.

د نوموړي په خبره، د وژل شوی پولیس اهلکار تړاو د غزني خېل تاڼې حدود ګروکو سیمې سره وو او د لکي مروت پولیس مشر طارق حبیب دفتر په ساتنه مامور وو.

د وژل شوي پوليس اهلکار کورنۍ ويلي، هغه تیره ورځ د ډيوټۍ نه کور ته نه وو ستون شوی او نن سهار دوی ته اطلاع شوې چې نوموړی وژل شوی دی.

د پولیسو ویاند وویل وژل شوي پولیس اهلکار د ډيوټي کولو وروسته د دفتر څخه کور ته روان شوی وو خو کورنۍ یې پولیس ته اطلاع نه ده کړې چې کور ته نه دی ستون شوی.

هغه وویل کور ته د تللو پرمهال په لار کې نامالومو کسانو تښتولی او تر وژلو وروسته له هغه څخه موټر سایکل او موبایل وړل شوي دي.

تر دې مهال یې چا زمه واري نه ده منلې .

پرون هم د لکي مروت په دره تنګ سیمه کې په ټول پلازه نامالومو کسانو ډزې کړې چې پکې د ټول پلازې دوه شحصي ساتونکي ژوبل شوي او د ټول پلازه څخه نقدي پېسې تښتول شوې وې.

پولیس وايي دا پېښه د پنجاب میانوالي سره په پوله د پاکستان او چین اقتصادي راهدارۍ سي پیک ته نزدې شوې او د وسله والو سره د ډزو په تبادله کې د ټول پلازې دوه شخصي ساتونکي ژوبل شوي او د ټول پلازې څخه 35000 روپۍ تښتول شوې دي.

پولیس ویلي دا د ډکیتۍ پېښه وه خو تحریک طالبان پاکستان یې زمه داري منلې او ویلي یې وو د میانوالي پولیس سره یې مقابله شوې ده.

لکي مروت سیمه د تېرې څه مودې راهسې د سختې بدامنۍ او ناقرارۍ سره مخ ده او دغلته اکثره په امنیتي ځواکونو د وسله والو د بریدونو رپوټونه په مطبوعاتو کې مخې ته راځي چې ددغو بریدونو زياتره زمه وارۍ وسله واله ډله تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

په دې وروستیو کې دپاکستان بیلا بیلو سیمو او په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده او وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG