لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوميالۍ ويغور فوکلوري دانشورې راحايل داوت ته د عمر قيد سزا ورکړل شوه


یوه اویغور مېرمن په واشنګټن کې د احتجاج پر مهال.
یوه اویغور مېرمن په واشنګټن کې د احتجاج پر مهال.

نزدې شپږ کاله وړاندې مقبوله ويغور دانشوره راحايل داوت بې درکه کړل شوه. د سزا په اړه يې د بشري حقونو يو تنظيم د زيارت، پانچشنبې په ورځ اعلان کړی چې يو چينايي عدالت دا منلې دغه فوکلوري دانشورې ته په جېل کې د عمرقيد سزا ورکړل شوې ده.

دا يوه بله ويغور اديبه سزا کړل شوې د چا عمر چې د بيجينګ لخوا د سينکيانګ په سيمه کې د ويغورو په ضد د روانو عملياتو ښکار شوی دی.

په کيليفورنيا کې د دويي هوا فاونډيشن اعلان کړی يو چينيايي چارواکي ورته منلي ياده دانشوره چيني رياست ته د ضرر رسولو په تور د عمر قيد په سزا محکومه شوې ده.

دا خبر د داوت د لور د پاره د زغملو وړ نه وو چا چې په کلونو کلونو دې ته انتظار کړی مور به يې د بند نه زر ازاده شي.

د داوت لور پولت وي او ای ته ويلي “زه مې د مور د روغتيا او تحفظ د پاره په کلونو کلونو اندېښمنه پاتې شوې يم. د خپلې بې ګناه مور په اړه چې فکر کوم هغه به ټول عمر په بند کې تېر کړي، دا مې ريښتيا چې ډېره غصه راپاروي. زه هغه زر تر زره د بند نه ازاده ليدل غواړم”.

د ويغور د بشري حقونو د پروژې ترمخه د 300 نه زيات ويغور دانشوران په سيمه کې نيول شوي دي. د داوت سزا ښيي په سينکيانګ سيمه کې د بيجينګ کمپېن څومره "ځوروونکی دی چې هدف يې د ويغور د دانشورانو نيول او ويغور کلتور تباه کول دی".

د دويي هوا فاونډيشن ډايرېکټر جان کام وي او ای ته وايي “په ويغورو کې د دانشورانو، سکالرانو او پروفيسرانو ډېر قدر کيږي چې په دوی څوک ګوزار کوي هغه د ويغور د کلتور په زړه ګوزار کوي”.

نزدې درې ميلينه خلک چې اکثريت يې ويغور دي د چين په بېلابېلو قيدونو کې په يواړخيزه توګه بنديان کړل شوي دي.

يو شمېر هېوادونه چې امريکا هم پکې ده د چين په حکومت د ويغور او نورو مسلمانانو لږکيو د نسل وژنې او د هغوی د بشري حقونو د پايمالۍ تورونه لګوي.

د وي او ای د پوښتنې په ځواب کې په واشنګټن ډي سي کې د چين د سفارت وياند ليو پېنګيو د ایغورو د نسل وژنې تورونه رد کړي او ویلي دي:

“د دې ځانګړې پېښې نه خبر نه يم خو څه چې درته ويلی شم هغه دا دي چين يو قانون منونکی هېواد دی. د چين عدالتي ادارې ټولې مقدمې د قانون په چوکاټ کې فيصله کوي”.

داوت په کال 2017 کې وړومبی بې درکه شوه بيا په کال 2018 پرې د “تقسيمولو” په تور مقدمه وشوه چې د فاونډيشن په وينا تقسيول په معنا د بيلتون پالنې ګڼل کيږي. دغه تنظيم وايي دا يو عام تور دی چې په ويغورو يې د چين حکومت لګوي.

داوت د سزا خلاف اپيل کړی وو خو هغه ښکاره خبره ده نه دی منل شوی او دا هم نه ده معلومه چې په جيل کې هغې ته د عمر بند سزا کله ورکړل شوې ده.

پولت چې په سييټل کې اوسيږي د چين په حکومت غږ کړی چې مور دې ورله ازاده کړي او وايي “مهرباني وکړئ په دې غريبه او بې ګناه ښځه رحم وکړئ او ازاده يې کړئ”.

داوت د بې درکه کېدلو په وخت د مرکزي ښار ارومچي په سينکيانګ پوهنتون کې پروفيسره وه. هغې په خپل ژوند کې نه يوازې د ويغور په فوکلور يو شمېر کتابونه او ليکنې کړي بلکې د نړۍ په غټو پوهنتونونو کې يې لکچرونه هم ورکړي دي.

یادونه:- دا رپوټ د وي او اې انګرېزي د خبریال لیام سکاټ دی او ډیوه ژباړلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG