لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د وسلو د تشدد د مخنیوي نوې فېډرل اداره جوړه شوه، خو د وسلو لابي ګرانو دا ګام غندلی


د امریکا په کانګرس کې د وسلو د کنټرول په اړه قانون سازي د ځنډ ښکار ده. صدر جو بایډن د ټوپک په استعمال د تشدد د مخنیوي لپاره د یوې نوې فیډرل ادارې د جوړولو اعلان وکړ. ښاغلي بایډن د امریکا مرستیاله صدره کمېلا هېرس د یاد دفتر مشره وټاکله کومه چې د ټوپک په استعمال د وژنې د قضیو پخوانۍ څارنواله هم پاتې شوې ده.

صدر بایډن په وایټ هاوس کې د روز ګارډن د پرانستې په مهال وویل ټوپک په امريکا کې د ماشومانو د وژنې د ټولو لوی سؤب/لامل دی چې د پېښو شمار يې د سړکي حادثو، کينسر او نورو ناروغو نه ډېر دی.

په دې اړه د وایس اف امریکا په رپورټ کې د ګیفرډز لا شمېرې ښایي چې امریکا په نړۍ کې تر ټول زیاته اسلحه لرونکی هیواد دی چیرې چې د ۱۰۰ کسانو په سر ۱۲۰ ټوپکونه موجود دي. یاد رپورټ کې لیکلی شوي هیواد کې هر ورځ ۱۱۶ کسان د ټوپک په استعمال سره وژل کیږي.

هم د جمعې په ورځ یاده دستوره کې صدر جو بایډن یوازې په 2023م کال کې د ټوپک په استعمال سره د 500 نه زیات واقعاتو کې د دیرش زره نه زیات مرګونه وغندل.

بایډن د وسلو کنټرول لپاره په موجوده قانون د عمل او د تشدد د مخنیوي د پاره یې یو نوی فیډرل دفتر اعلان کړ او مشرې یې د امریکا مرستیالې صدرې کمېلا هېرس له ورکړه.

دا اقدام د وسلو دکنټرول فعالانو لخوا وستایل شو مګر د وسلو صنعت لابیانو لخوا غندل شوی.

په امریکا کې د ټوپک لرلو په حق کې جوړ نېشنل رائفل ایسوسی ایشنز په صدر بایډن دا تور لګولی چې هغه په غیر منصفانه ډول د امریکې د آیین د دویمې مادې سرغړونه کوي په کوم کې چې شهریانو ته په خپله دفاع کې د ټوپک د لرلو حق ورکړل شوې. خو یاد دلیل د مرستیالې صدرې لخوا رد کړل شو.

د وایټ هاوس په یاده دستوره کې د امریکا مرستیالې صدرې کمېلا هېرس وویل چې هغه او صدر بایډن د امریکا په دویم ایني ترمیم باوري دي. مېرمن هېرس زیاته کړه چې د عام فهم او پوهې سره یې حل هم په لاس کې دی.

بل اړخ ته څیړونکي د یاد دفتر په کار وس نه پوښتنې پورته کوي چې آیا یاد دفتر به په اصلي پالیسۍ اثر وکړي. په کوم کې چې هغه خلک هم شامل دي چې ګاونډي میکسیکو اغیزمنه کوي. چرته چې د وسلې په اړه قانونونه سخت دي مګر ډیرې وسلې د امریکا نه قاچاق کیږي.

دې په ځواب کې کیرن جین پئیر چې د وایټ هاوس ویانده ده وایي چې ملي امنیت کونسل او هوم لینډ سیکیورټي ټيم سره به هم مسلسل تماس وي او هغه څه به کوي چې ممکن وي چې د وسلو نړیوال قاچاق مخنیوی وکړی شي.

یاده دې وي، د دې اونۍ په پیل کې کانګرس کې د ریپبلکن ګوند ځینې غړو یو بل وړاندې کړې چې مقصد یې صدر بایډن د وسلو په کنټرول د مقصد لپاره بیړني حالت نافذ کولو نه منع کول دي.

په امریکا کې په وروستیو کلونو کې په سکولونو او لویو سټورونو کې ډله ییز بریدونه زیات شوي، چې له کبله یې خلک پر حکومت د وسلو د کنټرول د مخنیوي په برخه کې نیوکې کوي.

د امریکې ځینو ایالتونو هڅه کړې چې په خپلو پولو کې د ټوپک کنټرول زیات کړي. صدر بایډن بایډن تېر کال د توپک د تشدد د مخنیوي قانوني مسوده لاسلیک کړه چې له مخې یې په امریکا کې د ځوانو توپک اخیستونکو بېکګراونډ یا پس منظر کتل کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG