لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ارمېنیا ته د جګپوړو امریکایي چارواکو سفر- د ناګورنو قره باغ ارمېنیان له هغه ځایه په وتو دي


د آذربایجان له عملیاتو وروستو چې نګورنو قره باغ یې په اختیار کې راغی، د هغې سیمې په زرهاوو ارمېني نسله وګړي، ارمېنیا ته تللي او نور هم ور روان دي
د آذربایجان له عملیاتو وروستو چې نګورنو قره باغ یې په اختیار کې راغی، د هغې سیمې په زرهاوو ارمېني نسله وګړي، ارمېنیا ته تللي او نور هم ور روان دي

په ناګورنو قره باغ سیمه کې د وروستیو شخړو په تړاو سره یو شمېر جګپوړي امریکایي چارواکي د ګل/دوشنبې په ورځ ارمېنیا هېواد ته ورسېدل. تر دې یوه ورځ وړاندې، د ناګورنو قره باغ سیمې ارمېني وګړي له هغې سیمې نه په تښتېدو پیل وکړ، ځکه د آذربایجان ځواکونو په اوږدمهاله منازعه کې چې د پخواني شوروي اتحاد له زمانې راروانه وه، د دغې بېلتون غوښتونکې علاقې جنګیالیو ته ماتې ورکړه.

تېره هفته د قره باغ سیمې ارمېنیان په دې مجبوره کړی شول چې ډزبندي وکړي، او د هغه وروستو، د امریکا د نړېوالې ترقیاتي ادارې (یو اېس اې آی ډي) مشره سمنټا پاور او د امریکا په خارجه وزارت کې د یورپ او یورېشیا د چارو نګران مرستیال یوري کېم ارمېنیا ته سفر وکړ چې په دې یوه هفته کې ارمېنیا ته د دغسې لوړ پایه امریکایي چارواکو اولنی سفر ګڼل کیږي.

په دې سفر کې، چې لومړی روئټرز خبري ادارې یې رپوټ ورکړ، مېرمن سمنټا پاور به د ارمېنیا د حکومت له جګپوړو چارواکو سره وګوري او د هغه ملک سره به د امریکا په شراکتدارۍ بیا ټینګار وکړي. یو امریکایي چارواکي روئټرز ته ویلي چې مېرمن پاور به همدا راز "په ناګورنو قره باغ کې د ارمېني نسله آبادۍ په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده او په هغو اقداماتو بحث وکړي چې هغې علاقې کې بشري بحران ته توجو وکړی شي."

دغه چارواکي وویل چي سمنټا پاور د یو اېس اې آی ډي (USAID) اولنۍ مشره ده چې ارمېنیا ته ځي.

یو اېس اې آی ډي ادارې د دې سفر په اړه یو بیان کې ویلي: "امریکا په ناګورنو قره باغ کې د بشري حالاتو په حوالې سره د رپوټونو په باب سخته فکرمنده ده، او د انساني مرستو عالمي تنظیمونو او تجارتي ټرافېک دپاره د خنډه بغیر د رسایي مطالبه کوي."

ناگورنو قره باغ پخوا د آذربایجان په اختیار کې نه وه، مګر اوس مهال په عالمي کچه د آذربایجان خاوره پېژندل کیږي. تېره هفته د آذربایجان پوځ په هغې علاقې کې یوه شپه و ورځ پوځي عملیات ترسره کړل او د سیمې ارمېنیان یې دې ته مجبوره کړل چې سوله وکړي او ډزبندي ته غاړه کیږدي.

که څه هم آذربایجان وعده کوي چې په علاقه کې به د موجودو ارمېنیانو حقونه یقیني ساتي، مګر هغوی د آذربایجان دا وعدې نه مني.

د ناګورنو قره باغ مشرتابه روئټرز خبري ادارې ته ویلي چې د هغې علاقې یو لک و شل زره ارمېني وګړي نغواړي چې د آذربایجان د واک اختیار لاندې ژوند وکړي، ځکه د ظلم او نسلي وژل کېدو نه وېره لري.

آذربایجان ګاونډی هېواد ارمېنیا ویلي چې د ګل/دوشنبې ورځې د سهار تر دوه بجو پورې، سل کم درې زره (۲۹۰۰) کسان د ناګورنو قره باغ سیمې نه ارمېنیا ته اوړېدلي دي.

ارمېنیا د لسهاوو زره ارمېني نسله وګړو دپاره چې د ناګورنو قره باغ نه ورځي، د اوسېدو د ځایونو بند و بست کړی دی، آن سرحد ته نږدې په هوټلونو کې. مګر د ارمېنیا وزیراعظم نیکول پاشېنیان وایي، هغه نغواړي چې دا کسان په ناګورنو قره باغ کې خپل کورونه پرېږدي، مګر دا چې ډېر سخت ضرورت مخې ته راشي.

د قره باغ زرګونه ارمېنیان بې خواوړو پاته دي.

په سیمه کې ارمېنیایي چارواکو د خالي/شنبې ورځې په ناوخته وویل چې قریب یو نیم سل (۱۵۰) ټنه د بشري مرستو بارونه د روس له طرفه، او پېنځه شپېته (۶۵) ټنه اوړه د سور صلیب نړېوالې کمېټې له طرفه سیمې ته رسېدلي دي.

د ۱۹۹۰مو کلونو په پیل کې چې د پخواني شوروي اتحاد د ټوټه کېدو نه پس سیمه کې جنګ وشو، نو له هغه وخته راهیسي قره باغ سیمه د یوې بېلتون غوښتونکې انتظامیې لخوا اداره کړی شوې ده.

د لسهاوو کلونو کشیدګیو وروستو، په کال ۲۰۲۰ کې آذربایجان چې د ترکیې حمایت هم ورسره و، څلور څلوېښت (۴۴) ورځې د قره باغ دویمه جګړه ترسره کړه چې هغه یې وګټله او په نتیجه کې یې د قره باغ دننه او شاوخوا علاقې بېرته ونیولې.

هغه جګړه د روس په وساطت یا منځګړېتوب، د امن په یو تړون سره پای ته ورسېدله. مګر اوس ارمېنیان په ماسکو تور لګوي چې ګني د دې تړون په ضمانت کولو کې ناکام شوی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG