لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کراچۍ له زاندانونو نور 60 افغانان خوشي شوي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري وي او اې ډيوه ته ويلي، پرون د کراچۍ له زندانونو نور 60 افغان بنديان خوشي شوي او بيرته خپل هېواد ته لېږل شوي دي.

نوموړي وويل، "دا هغه افغانان وو چې وړاندې نيول شوي وو او په وړاندې نيول شوو کسانو کې نزدې دوه نيم سوه کسان پاتې وو په هغو کې پرون 60 تنه خوشي شو".

هغه زياته کړه "دا وخت هم د کراچۍ په زندانونو کې خواوشا 900 افغانان بندي دي چې زياتره یې په وروستيو کې د کراچۍ په بېلابيلو علاقو کې نيول شوي افغان کډوال دي".

په کراچۍ کې تېر کال د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې او هم روانه میاشت عبدالجبار وي او اې ته ويلي وو، په وړاندينيو نيول شوو کې د 2500 پورې بنديان خوشي شوي او افغانستان ته لېږل شوي وو.

خو په کراچۍ کې د نهم ستمبر نه وروسته د افغان کډوالو نيولو لړۍ بيا چټکه شوې ده.

د طالبانو د کونسل جنرل په وينا د 900 پورې افغان کډوال نیول شوي د 200 پورې خوشي کړل شوي دي.

د کډوالو په وینا پوليس زياتره هغه افغان کډوال هم نيسي چې قانوني اسناد لري.

افغان کډوال تور لګوي پوليس قانوني اسناد لرونکي کسان نيسي پېسې ترې اخلي او چې څوک پېسې نه ورکوي مقدمې ورباندې درج کوي.

خو وړاندې د سيند صوبايي حکومت او پوليس لوړ پوړو چارواکو د قانوني اسناد لرونکو افغان کډوال نيولو دعوې رد کړې وې.

په نهم ستمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

له دغې وروسته په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هېواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بېرته به خپلو هېوادونو ته شړل کيږي.

په 21م ستمبر په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو، د بهرنيو چارو وزير یې امير خان متقي د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره په کابل کې ليدلي، د افغان کډوالو د نيولو او نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې تفصيلي خبرې شوې وې.

خو عبدالجبار تخاري وايي په کراچۍ کې د افغان کډوالو نيولو او ځورولو لړۍ دوام لري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG