لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ ته د یو ملین ایکړه زرعي ځمکې ورکولو ګټه او تاوان به څه وي؟


د پاکستان د پوځ لخوا نزدې په یو ملین ایکړه سرکاري ځمکه د کروندې د منصوبې که چرته ستاینه روانه ده نو د چاپېریال په بدلون نظر لرونکي ځينې کار پوهان په دې پروژه کلکې نیوکې هم کوي اؤ وايي د پوځ کار د بهرنیو ګواښونو نه ملک خوندي ساتل دي نه چې د دوي پام دې کر کروندې ته وي.

د پنجاب حکومت وړاندې په دې سلا شوی ؤ چې پوځ ته به سرکاري ځمکه د کرکروندې لپاره ورکوي اؤ د پنجاب حکومت د وینا ترمخه دا به هغه ځمکه وي چې ویجاړه (شاړه) پرته ده اؤ په دې د کروندې د پاره د اوبو اؤ بریښنا ذمه واري به هم په حکومت وي.

د رپوټونو ترمخه د پاکستان پوځ به نزدې ېو ملین ایکړه ځمکه د ۲۳ کالو په اجاره له حکومت نه اخلي اؤ د یوې بهرنۍ ویب پاڼې "نیکي" د رپورټ ترمخه پوځ ته د ورکړل کېدونکې ځمکې رقبه به د ګاوندي هیواد هندوستان د سرښار دهلي نه درې چنده زیات وي.

په دې هکله څېړونکی پروفیسر عرفان اشرف وایي چې په نړۍ کې چرته هم دا مثال نشته چې د یو هیواد پوځ خارجه تګلاره هم جوړوي، سیاست هم کوي اؤ کاروبار هم کوي خو په پاکستان کې دا روان دي اؤ دا وړومبی ځل نه دی پوځ دغه شان څه کاروبار کوي بلکې په پاکستان کې د پوځ د کاروبار تاریخ زوړ دی اؤ دا کاروبار ېوازې د کر کروندې پورې محدود نه دی.

فونګرو رټيائرډ پوځیانو ته د روزګار ورکولو په لړ کې د پاکستان د پوځ یوه اداره ده اؤ د دې مشر زاهد عزیر ویب پاڼې نيکي ته ویلي دي چې د سرکاري ځمکې پوځ ته د کر کروندې لپاره ورکولو سره به زمیدارو ته هیڅ تاوان ونه رسیږي ځکه چې دا ویجاړې ځمکې دي اؤ پوځ به دا ابادې کړي.

پوځ هم دریځ چې په دې ویجاړو ځمکو د کر کروندې له امله به ملکي معیشت ته هم ګټه رسي اؤ ځني ماهرین هم د پوځ دې دریځ سره اتفاق کوي.

پیښور زرعي پوهنتون کې د موسمیاتي بدلون د څانګې پخوانی مشر ډاکټر محمد اکمل وایي، پاکستان کې ډیرې ځمکې ویجاړې پرتې دي په دې که کرونده کیږي نو معیشت به ښه کیږي اؤ د پوځ لخوا به دا یو ښه کار وي خو کتل به دا وي چې دا کار به څنګه کیږي اؤ دا به معیشت لپاره څنګه ګټور وي.

سږ کال د مئ په میاشت کې پوځ ته د سرکاري ځمکې ورکول کېدو فیصله عدالت کې چیلنج شوې وه اؤ درخواست کوونکي یو وکیل فهد ملک عدالت ته ویلي وؤ چې نه د پاکستان دستور اؤ نه د پوځ قوانین د دې اجازه ورکوي چې د پاکستان پوځ کرکیله یا بل یو تجارتي کار وکړي.

په دې خواست لاهور هایکورټ پوځ ته دسرکاري ځمکې ورکولو د عمل ودرولو امر کړی و خو وروسته د جولاي په میاشت کې هم د لاهور هایکورټ ېو بل بېنچ دا امر ناچله وګرځولو.

پوځ اؤ حکومت وایي په چولستان ریګستان کښې دې ویجاړو ځمکو باندې د کروندې له وجې به معیشت ته ګټه رسي.

خو پروفیسر عرفان اشرف دې سره اتفاق نه کوي اؤ وایي چې دې سره به معاشي مسلې حل کیږي نه بلکې زیاتیږي به ځکه چې سرکاري ځمکې باندې د ولس اختیار وي اؤ پاکستان کې وړاندې هم دپنجاب اوکاړه سیمه کې د پوځ لخوا په ځمکو د قبضې پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی و چې ډیر پکې بیا ګرفتاره شوي هم وو.

ګوادر کې هم خلک په دې احتجاج کوي چې ددوي ځمکې پوځ استمالوي.

پاکستان کښې اکثره پوځي افسرانو ته د ملازمت دمودې ختمیدو نه وروسته سرکاري زرعي ځمکې ورکول کیږي اؤ ددې مقصد هم دا ښودل کیږي چې په دې ځمکو به د کر کروند کار کیږي خو دا سهولت ېواځې پوځي افسرانو ته وي اؤ د رپورټونو تر مخه بله یوه سرکاري محکمه کې هم دغه شان په ریټارمنټ د سرکاري ځمکو ورکولو څه مثال نشته البته اکثرو سرکاري محکمو کې افسرانو ته د ریټارمنټ نه وروسته پلاټونه ورکول کیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG