پاکستان وایي د هغو دوو پاکستاني وګړو په اړه پلټنه کوي چې د سویس د دوایانو د کمپنۍ روچ د کېنسر دوا اوېسټن یې په هېواد کې دواخانو ته ورکړې وه او د شوګر 12 ناروغان د دغو ستنو له لګېدو وروسته ړانده شوي دي.
د پاکستان د دوایانو د انتظام مرکزي اداره (ډي آر اې پي) د ګل- دوشنبې په ورځ ویلي، د روغتیا چارواکو یې په پنجاب صوبه کې د اوېسټن دوا د کارول کېدو په اړه پلټنه پیل کړې ده.
د کېنسر لپاره کارول کېدونکې اوېسټن دوا ته په پاکستان کې د کارول کېدو اجازه وه خو د خلکو د نظر تر اغېزمنېدو وروسته د پنجاب او سیند حکومتونو ورباندې بندیز لګولی دی.
د پاکستان د درملو د انتظام ادارې په خپل بیان کې ویلي، "په شوګر اخته کسانو د بینایي بایللو پېښې هغه وخت رپوټ شوې دي چې په بدل شویو، وېشل شویو او نري شویو اوېسټن ستنو یې علاج شوی دی".
د پنجاب د روغتیا نګران وزیر ډاکټر جاوید اکرم وایي، د دې پېښې د پلټنو لپاره یې یوه لس کسیزه کمېټۍ جوړه کړې او وایي پولیس له هغو دوو کسانو پوښتنې ګروېږنې کوي چې ګومان کېږي دغه دوا یې په صوبه کې وېشلې ده:
"د دې مسئلې د پلټنې لپاره مو د لوړې کچې کمېټۍ جوړه کړې ده او د دوا د وېشونکو او د هغوی د مرسته کوونکو په ضد مو مقدمه درج کړې ده".
د پاکستان د دواوو د انتظام اداره وایي د کېنسر لپاره کارول کېدونکې دغه دوا په پاکستان کې په غیرقانوني توګه جوړه شوې او وایي هېواد ته وروړونکو ته یې امر کړی د اوېسټن 100 میلیګرام ستنې مشکوکې بستې دې بیرته وروغواړي:
"د رجسټر شوې اوېسټن ستنې خرڅول/ وېشل مو تر هغه وخته ځنډولي چې د خلکو د روغتیا لپاره یې په لیبارټریو کې د کیفیت منظوري یې ورکړل شي".
روچ په سویس کې د دوایانو جوړولو نړیواله کمپنۍ ده، پر خپله ویبپاڼه یې ویلي چې اوېسټن د کېنسر د بېلابېلو ډولونو د علاج لپاره کارول کېږي او وایي د امریکې په ګډون د نړۍ په 130 کې منل شوې او منظوره شوې ده.
روچ کمپنۍ د خپلو درملو د جعلکارۍ دغه "مجرمانه عمل" په کلکه غندلی او وایي تر خپله وسه به هر هغه څه وکړي چې د پاکستان له چارواکو سره همکاري وکړي او ناروغان له جعلکارۍ وژغورل شي:
"په پاکستان کې چې چارواکو له اوېسټن ستنې څخه د نظر بایللو پېښه په ګوته کړې دا د درېیم فریق سپلایر په وسیله [د دوا] د خرابولو کېس دی".
د پاکستان د دوایانو د انتظام اداره وایي، له اوېسټن سره تړلو پېښو کې ورته معلومه شوې چې دا دوا په بل نوم او له منظور شوي ضرورت بهر د شکرې ناروغۍ اړوند د سترګو د علاج لپاره کارول شوې ده.
د کېنسر یا سرطان د دغې دوا اوېسټن بېخي لږ مقدار چې کارول کیږي، دا د سترګو دوا لوسېنټیس ته ورته دی او په ډېرو هیوادونو کې په هغو حالاتو کې د کم لګښت په توګه کارول کېږي چې د ړندوالي علاج پرې وشي.
خو روچ کمپنۍ په خپل بیان کې ویلي، "اوېسټن په سترګو کې د هیڅ ډول کارولو لپاره نه ده تایید شوې، جعلي دوا ناروغانو ته روغتیایي خطر پېښوي ځکه چې کېدای شي مواد موثر نه وي او تاواني مواد ولري."
د پنجاب د دوایانو د کنټرول د ادارې مرستیال عالم شېر وایي ځینې کمپنۍ اوېسټن ستنې اخلي او په کوچنیو ډوزونو کې یې بیرته بندوي او پر ناروغانو یې په ډېره ارزانه بیه خرڅوي.
Forum