لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د نګورنو قره باغ ارمېني وګړو ته د مرستې اعلان وکړ او آذربایجان نه یې همکاري وغوښته


د امریکا د نړېوالې ترقیاتي ادارې مشره سمنټا پاور د مرستو اعلان د ارمېنیا په پایتخت یروان کې وکړ
د امریکا د نړېوالې ترقیاتي ادارې مشره سمنټا پاور د مرستو اعلان د ارمېنیا په پایتخت یروان کې وکړ

امریکا د قره باغ سیمې ارمېني وګړو دپاره د بېړنۍ مرستې اعلان کړی او له آذربایجان نه یې هلته کې اړو کسانو ته د انساني امداد رسولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د دې ترڅنګ، د امریکا د نړېوالې ترقیاتي ادارې مشرې سمنټا پاور ویلي دي چې د اذربایجان له طرفه د زور استعمال غیرقابل قبول دی او واشنګټن ورته د یو مناسب جواب په لټه کې دی.

د امریکا د نړېوالې ترقیاتې ادارې یا USAID مشره سمنټا پاور د یو پلاوي په مشرۍ ارمېنیا ته ولاړه او د دې ترڅنګ چې په ناګورنو قره باغ کې یې حالات پرېشان کن وبلل، د هغه ځای ارمېنیانو ته یې د یوولس نېم (۱۱.۵) مېلینه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

مېرمن پاور د نهې/سې شنبې په ورځ له آذربایجانه وغوښتل چې د بشري مرستو په رسولو کې سهولیات برابر کړي.

هغه په پایتخت یروان کې خبریالانو ته وویل: «تر هرڅه دمخه، مونږ په آذربایجان غږ کوو چې د ډزبندۍ خیال دې وساتي او په ناګورنو قره باغ کې دې د سېوېلین خلکو د حقونو تحفظ دپاره کلک ګامونه اوچت کړي. صدر علی يف د ارمېني نسله وګړو د حقونو د تحفظ وعده کړې ده. آذربایجان ته په کار ده چې په دې وعدې اودرېږي.»

تر دې وړاندې، ارمېنیا ته د رسېدو وروستو، سمنټا پاور او ورسره پلاوی یې چې د امریکې خارجه وزارت چارواکي هم په کې شامله و، د ګل/دوشنبې په ورځ د ارمېنیا له وزیراعظم نیکول پاشینیان سره وکتل او د صدر جو بایډن یو خط یې وروسپاره.

وزیراعظم پاشېنیان په دې لیدنه کې دعوه وکړه چې ګني په ناګورنو قره باغ کې نسل وژنه روانه ده. هغه وویل: «اوس دستي په ناګورنو قره باغ کې د ارمېنیانو نسل وژنه کیږي، دا کار همدا اوس روان دی. او دا ډېره د بدقسمتۍ خبره ده، ځکه مونږ دمخه لا په دې اړه کوشش کولو چې نړېواله برادري ورته متوجه کړو.»

که څه هم ارمېنیا د قره باغ د تازه صورتحال په حوالې سره، روس ملامته کړی، مګر روس ویلي چې نیکول پاشېنیان دې صرف ځان ملامته وګڼي، ځکه د ماسکو په باور، ارمېنیا د دې پر ځای چې د امن دپاره د اذربایجان او روس سره کار وکړي، له مغربي ملکونو سره یې د یارانې کوښښونه شروع کړل.

په ناګورنو قره باغ کې شاوخوا یو لک و شل زره ارمېنیان اوسېدل چې د دیارلس زرو نه زیات یې په تېرو دوه درې ورځو کې ارمېنیا ته اوړېدلي او د ګاډو کتارونه لا هم ارمېنیا ته روان دي.

ناگورنو قره باغ پخوا د آذربایجان په اختیار کې نه وه، مګر اوس مهال په عالمي کچه د آذربایجان خاوره پېژندل کیږي.

د ۱۹۹۰مو کلونو په پیل کې چې د پخواني شوروي اتحاد د ټوټه کېدو نه پس سیمه کې جنګ وشو، نو له هغه وخته راهیسي قره باغ سیمه د یوې بېلتون غوښتونکې انتظامیې لخوا اداره کړی شوې ده.

تېره هفته د آذربایجان پوځ په هغې علاقې کې یوه شپه و ورځ پوځي عملیات ترسره کړل او د سیمې ارمېنیان یې دې ته مجبوره کړل چې سوله وکړي او ډزبندي ته غاړه کیږدي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG