لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصادپوهان: پاکستان کې چې 40 فیصده خلک زیات غریبان دي علت یې د حکومتونو نه پاملرنه ده


غربت
غربت

نړیوال بېنک وایي په پاکستان کې د مجموعي آبادۍ 40 فیصده برخه د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي او په دې کې یو کروړ 25 لکه نوره اضافه شوې. اقتصادپوهان وایي تر ټولو زیات غربت بلوچستان او پښتونخوا کې دی چې لوی علت يې د حکومتونو پاملرنه نه کول دي.

د اقتصادپوھانو په نظر په ملکي کچه د زیاتېدونکې ګرانۍ، د بنیادي اډاڼې د نشتوالي او کمزورو اقتصادي پالیسو له وجې د عامو خلکو ژوند اغېزمن شوی دی، وایي د دې بنیادي وجوهات د حکومتونو نه پاملرنه او په دغو سیمو کې د امن و امان خرابي ده ځکه زیات غربت په وړو صوبو کې دی.

اقتصادپوه پروفېسر سجاد خان وایي د ملګرو ملتونو او د امریکې د پرمختیا د ادارې يو اين ډي پي غوندې د پاکستان خپل سرکاري اعداد شمار دا ټول دا ښکاره کوي چې دا دوه صوبې په غربت کې د ټولو نه زياتي دي:

"د دې نه علاوه [دا صوبې] په انساني ترقۍ کې د ټولو نه لاندې دي او د خېبر پښتخوا بلوچستان او نورو لويو صوبو تر منځ فاصله ده او په هره اشاره کې هغه دوه صوبې [سیند او پنجاب] مخکې دي".

نړیوال بېنک ويلي په پاکستان کې د منځنۍ درجې د خلکو امدن د کال 2018 راهسې 34.5 فیصده کم شوی او د یو کس په سر ورځنۍ آمدني 3.20 ډالره ته راکوزه شوې ده.

په رپوړټ کې ویل شوی یو کروړ 25 لکه نور خلک د غربت د کرښې لاندې تللي او په مجموعي توګه 9 کروړه او 60 لکه خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي.

اقتصادپوهان وایي دا د حکومت ذمه واري ده چې بې وزله او غریبو خلکو ته د مرستې لاس ورکړي.

د پېښور پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاد ډاکټر سلیمان وایي، حکومت لګيا دی يا زمونږ کوم چارواکي دي هغوي دغو څیزونو ته پاملرنه کوي او د لوړې طبقې خلکو ته د مرستو ورکولو کوشش کوي:

"د هغوی [لوړې طبقې] نه په مناسبه طريقه ټيکس نه را غونډېږي، هميشه زه وايم چې د ټیټې طبقې خلکو ته مرسته د لوړې طبقې خلکو نه په ټيکس اخستو کې ورکولی شي او دا د اکنامکس اصول هم دي".

د ملګرو ملتونو د پرمختیا اداره وایي په پاکستان کې زیات غربت په بلوچستان صوبه کې څه باندې 65 فیصده، په خیبر پښتونخوا کې 50.7 فیصده، په سیند کې څه باندې 50 فیصده او پنجاب کې تر ټولو کم څه باندې 25 فیصده ریکارډ کړی دی.

اقتصادپوهان وایي د یو هیواد د اقتصادي پرمختیا دپاره منځنۍ درجه یا مډل کلاس خلک یو ځانګری حثیت لري او دوی د ملک په ترقۍ کې مهم کردار لوبولی شي. اقتصادپوه ډاکټر سجاد خان وایي:

"په هندوستان کې پنځوس شپيته کروړه ميډل کلاس دي هغوی پيسې ورکوي په تعليم، هغوی ځي شاپنګ کوي هغوي څيزونه هم اخلي نو ځکه ټول ملکونه غواړي چې په هندوستان کې سرمايه کاري وکړي، هلته دي کارخانې ولګوو هلته دې ايکسپورټ وکړو هغوي باندې دې خپل څيزونه خرڅ کړو نو".

نړیوال بېنک وایي د تېرو شلو کالو راهسې په سوېلي اېشیا کې د یو کس امدني څلور فیصده زیاته شوې ده خو پاکستان چې د سوېلي اېشیا په هیوادونو کې یې مخکې تر ټولو زیاته د یو تن په سر امدني لرله په دې سیمه کې تر ټولو وروستو پاتې هېواد جوړ شوی دی.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG