لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازربایجان د ناګورنو کرباخ د حکومت پخوانی مشر نیولی


واشنګټن – ازربایجان د شورو یا چهارشنبې په ورځ په ناګورنو کرباخ کې د بیلتون غوښتونکو د حکومت پخوانی مشر په داسې حال کې نیولی چې هڅه یې کوله په سیمه کې د ازربایجان له پوځي عملیاتو وروسته ارمینیا ته وتښتي.

د ازربایجان پوله ساتو ځواکونو د روبین وردانیان نیونه اعلان کړې او له دې څخه د ازربایجان لخوا د ناګورنو کرباخ سیمې د کنټرولولو قصد ښکاري.

د ازربایجان پوځ یاده سیمه د ارمینیایانو له کنټرول څخه اخیستې ده.

د ازربایجان پوله ساتو ځواکونو ویلي، چې وردانیان د ازربایجان په پلازمېنې باکو کې اړوندو ادارو ته سپارل شوی چېرې چې به د هغه د برخلیک په اړه پرېکړه کېږي.

وردانیان په ماسکو کې د پانګونې د یو لوی بانک مالک پاتې شوی.

دی ناګورنو کرباخ ته په ۲۰۲۲ کال کې ولاړ او د دغې سیمې د حکومت مشر شو تر چې هغه د دې کال په لومړیو کې له څوکۍ څخه لېرې شو.

وردانیان غوښتل له هغو زرګونو ارمینیایانو سره یوځای شي چاچې په روانه اونۍ کې د ناګورنو کرباخ سیمه پرېښودله.

ارمینیايي چارواکو راپور ورکړی چې د ناګورنو کرباخ د ۱۲۰۰۰۰ ارمینیایانو څخه ۴۷۰۰۰ یې ارمینیا ته کډه شوي دي.

له ناګورنو کرباخ څخه په لسګونو زره خلک وروسته له هاغې ووتل چې د ازربایجان پوځ د یادې سیمې په مشرانو باندې فشار راوړ چې خپلې وسلې کېږدي او له ازربایجان سره په بېرته یوځای کېدو باندې خبرې وکړي.

ګریګوري سرکیسیان چې ځوی یې په جګړه کې له لاسه ورکړی وايي، "مونږ دا ځای ځکه پرېږدو چې ازربایجان دلته د دې لپاره راغلی چې مونږ له خپلې خاورې وباسي."

د ازربایجان پوځي عملیات یو له خونړیو څخه دي. د دغه هېواد د روغتیا وزارت تر اوسه پورې د ۱۹۲ ازربایجاني سرتېرو او یو ملکي وګړي‌ د وژل کېدو او ۵۱۱ د ټپي کېدو خبر ورکړی.

د ناګورنو کارباخ چارواکو له دې مخکې ویلي وو چې د لسو ملکیانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴۰۰ زیات نور ژوبل شوي‌ دي.

ازربایجان چې مسلمان اکثریتي هېواد دی ویلي، دوی غواړي ارمینیایان په سولیزه توګه ورسره یوځای شي او دوی به د هغوی د عیسوي مذهب په ګډون د ټولو مدني حقونو ضمانت وکړي.

د دې راپور ځینې برخې له اسوسېټېډ پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG