د آینده اتوار/یکشنبې په ورځ د امریکا حکومت په جزوي توګه د بندېدو له خطر سره مخ دی، ځکه په کانګرس کې سنېټ او اېوان نمایندګان د انتظامیې د راتلونکو دوولسو میاشتو په بجټ باندې اتفاق ته ندي رسېدلي. په اختلافي موضوعاتو کې یوه د اوکراین سره مرسته ده چې د روس سره په جنګ کې دی. همدا شان د مېکسیکو په سرحد باندې د کډوالو د راتلو کنټرول او د غریبو امریکاییانو سره د مرستې دپاره سوشل فلاحي پروګرامونه هم په اختلافي موضوعاتو کې شامل دي.
سنېټ مجلس چې ډېموکرېټان په کې اکثریت دي، خیال لري چې د اوس دپاره د اوو هفتو یو عرضي بجټ د منظوره کېدو طریقه کار برابر کړي چې په دې موده کې حکومت ونه تړلی شي او قانون سازانو ته نور مهلت مېلاو شي چې په کلني بجټ بحث وکړي او یو اتفاق ته سره ورسیږي.
مګر د اېوان نمایندګان سپیکر کېوېن مکارټي، چې رېپبلېکن ګوند یې په اېوان کې په لږ فرق سره اکثریت دی، د وړاندې لا په اېوان نمایندګان کې د سنېټ د پلان په سر رایه اخېستنه رد کړې ده.
د دې په ځای، هاوس آف رېپرېزنټیټیو یا اېوان نمایندګان د حکومت د هغو څلورو ادارو دپاره چې د سنېټ نه د منظورۍ چانس یې کم دی، د یو کلن بجټ په ترمیماتو باندې رایه اخېستنې ته دوام ورکوي. په دې توګه، د راتلونکې خالي/شنبې د نیمې شپې نه پس، د اتوار د ورځې نه د امریکا د حکومت اکثره ادارې تړل کېدل ډېر ممکن ښکاري. البته یو شمېر ډېرې ضروري ادارې به پرانېستې پاته وي.
حکومتي ادارو د زیارت/پنجشنبې په ورځ خپلو کارکوونکو ته آګاهي ورکړه چې د بجټ د نه منظوره کېدو په وجه ممکن ادارې وتړلی شي.
په سنېټ کې د رېپبلېکنانو مشر سنېټر مېچ مکانل قانونسازانو ته د حکومت د جزوي تړل کېدو د ناوړه اثراتو په باب خبرداری ورکړ، په خصوص دا چې د ملک په جنوب کې د مېکسیکو سره په سرحد باندې د ناقانونه کډوالو د مخنیوي چارې به سختې شي.
که چېرته د اتوار تر ورځې پورې کوم لنډمهاله بجټ منظور نشي، نو د امریکا د پوځ او د حکومتي ادارو ټولټال څه باندې څلور میلینه وګړي به د تنخواه ګانو نه محرومه پاته شي. مګر ضروري خدمات، لکه د فضایي ټرافیک کنټرول به پرځای وي او په رسمي سرحدي دروازو کې به کارکوونکي لا خپلو کارونو ته دوام ورکوي. نېشنل پارکونه به تړلي وي او رېټایرډ وګړي به د خپلو اخراجاتو دپاره چې څه پیسې له حکومته ورځي او ورته پېنشن وایي، هغه به تر لاسه نشي کړی.
په تېرو لسو کلونو کې په امریکا کې څلور ځله مخکې هم حکومتي ادارې د بجټ د نه منظوره کېدو له وجې، دغسې تړل شوې وې، مګر اکثره یوه یا دوه ورځې پس قانونسازانو په بجټ اتفاق کړی او بېرته حکومتي ادارې پرانېستل شوې دي. مګر یو ځل چې د صدر ډونالډ ټرمپ په وخت کې د بجټ منظوره کېدل وځنډېدل، نو حکومتي ادارې پېنځه دېرش (۳۵) ورځې بندې پاته شوې.
Forum