لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ناګورنو قره باغ نه د وتلو ارمني وګړو شمېر له پېنځه شپېته زرو نه اوچت شو


د ناگورنو قره باغ نه په زرګونو کډوال لا هم ارمېنیا ته اوړي او د تېرې ګل/دوشنبې ورځې راهېسي له هغې سیمې د ارمني وګړو څه باندې نیمایي آبادي چې له پېنځه شپېته زرو (۶۵۰۰۰) نه زیات کسان کیږي، ارمېنیا ته رسېدلي دي.

تازه رسېدلي کډوال وایي چې د ۱۰۰ کلومټره په واټن لاره یې تر شا په ګاډو ډکه ده او لا هم خلک راروان دي. د وي او اې خبریاله هېدر مرډاک چې د ناګورنو قره باغ په لاره د ارمېنیا ګورېس ښار ته تللې ده، وایي چې د ارمېنیا د ګوریس ښار په مرکز کې له ناګورنو قره باغ نه رارسېدلي کډوال د خواړو او کمپلو په شان لومړنۍ بشري مرستې ترلاسه کوي.

د ګل/دوشنبې راهیسي، په ناګورنو قره باغ کې د ارمني نسله وګړو د نیمایي نه زیاته آبادي ارمېنیا ته پناه وړې ده. د ارمېنیا حکومت د قره باغ نه راتلونکو کډوالو ته تیارۍ نیولې وې، خو د دوی شمېر بیخي ډېر دی او هغه تیاریانې د دومره کسانو دپاره نه وې.

کډوالې کورنۍ وایي، په سیمه کې دا وروستی تازه تشدد د هغې جګړې نه ډېر تباه کوونکی دی کوم چې درې کاله وړاندې شوی وه.

د دې میاشتې په نښتو کې په سلهاوو کسان مړه شول او هغه کورنۍ چې د ۲۰۲۰ کال په جنګ کې یې خپل کورونه نه و پرېښودلي، دا ځل تېښتې ته مجبوره شوي دي.

یوه کډواله، مریم پېټروسیان وایي: «مونږ ګوله بارۍ او لوګي لیدل، دومره جګړې ته نږدې وو. وړاندې تر دې، په ۲۰۲۰ کال کې هغو له سرحدونو ډزې کولې. دا ځل آوازونه دومره نږدې و چې مونږ وډار شوو.»

لسهاوو کلونه شول چې په قره باغ کې کله ناکله جګړه کېدله، خو د سپټمبر په نیمایي کې آذربایجان په تېزۍ سره د ټولې ناګورنو قره باغ سیمې کنټرول ترلاسه کړ. دا سیمه، که څه هم ځان یې آزاد جمهوریت اعلان کړی و، مګر په نړېواله کچه د اذربایجان خاوره پېژندل شوې ده.

د آذربایجان د دې کامیابۍ نه ۹ میاشتې وړاندې، د ناګورنو قره باغ نه ارمېنیا ته تللې لاره وتړل شوه. هغه کسان چې راتښتېدلي، وایي چې په څو میاشتو کې دکانونه خالي شول او په خلکو باندې لوږه راغله.

مریم پېټروسیان د وي او اې خبریالې هېدر مرډاک ته د هغو ورځو قصې کړې دي او وایي: «مونږ به درې یا څلور ورځې په کتارونو کې درېدلو، او کله خو به آن دوه سوه ګرامه وچه ډوډۍ مو هم نشوه اخېستله. هغه ډوډۍ به مو چې واخېستله هم، د خوړو نه وه، خو مجبوره و چې ویې خورو چې مړه نشو. بیا هغه هم نه پیدا کېدله.»

مریم وایي، مور او پلار یې هلته پاته شول چې په جنګ کې یو وژل شوی رشته دار خښ کړي، خو اوس په لاره دي، ارمېنیا ته راروان دي.

په دې سرحدي سیمه کې مرسته کوونکي هغو کډوالو ته چې تازه ارمېنیا ته راننوځي، خواړه، اوبه او نور د مرستې سامان ورکوي.

خو اکثره کورنۍ وایي، هغه ځایونه چې د کډوالو دپاره تیار شوي، اوس ډک دي او د امدادي ډلو دغسې واړه واړه کارونه د لسهاوو زره کډوالو دپاره چې تمه کیږي په راتلونکو څو ورځو کې ارمېنیا ته ورسیږي، کافي نه ښکاري.

د کډوالو په مرکز کې ځیني کورنۍ وایي چې موقتي سرپناه ګانې د وړاندې لا ډکې دي، او نه پوهېږي چې دوی به چېرته اوده شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG