لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د تخلیقي او هنري زدکړو سکول پرانیستل شوی: "د ماشومانو فني تعلیم ډېر ضروري دی"


په پېښور کې د تخلیقي او فني آرټس یوه ځانګړې علمي هنري اداره یا ښوونځی پرانیستل شوی خو یو کال پوره کیږي چې صرف پینځو ماشومانو په دې اداره کې د زدکړې لپاره داخله اخیستې ده.

پینځه کلن الم خان د خپلو زدکړې شورو د آیډیا سکول آف آرټ نه کړې ده، هغه پېنټنګ یا انځورګري او موسیقي زده کولو کې دلچسپي لري. الم خان په یو داسې ماحول کې دغه زدکړه کوي چې رباب او هارمونیم هم اوري.

‎د غیررسمي او هنري تعلیم دا شخصي ښوونځی د پېښور ړومبۍ داسې اداره ده چې د ماشومانو د تخلیقي او هنري زدکړو لپاره پرانیستل شوې ده.

خو د ادرې کارکوونکي او هنرمندان وایي، اوس هم په ټولنه کې د داسې غیررسمي سکولونو رواج نه شته او بل دا چې وایي خلک د فني او هنري علومو زدکړې ته په بد نظر ګوري.

‎د دغې ادارې رابطه کار او هنرمند حنیف دریاب وایي، اوس هم د ټولنې او په خصوصي توګه د مور پلار د ماشوم لپاره د فني علومو د ضرورت او اهمیت په اړه کم علمي او د دې د غیرمهم ګڼلو سوچ د دې سکول لپاره غټ چیلنج دی:

"دا زمونږ دپاره یو قسم چېلنج هم دی خو بیا هم مونږ خوشبینه یو چې ماشومان به دلته راځي، ځکه چې د یو ماشوم روزنه داسې ځای کې وشي چې هلته موسیقي وي، پېنټنګ وي، آرټ وي، کیلیګرافي وي، فیزیکل فیټنس وي نو هغه ماشوم به یو ډېره ښه نتیجه ټولنې ته ورکوي".

په دې هنري سکول کې د استاد موجودګي او د زده کوونکو کمی د ټولنې د علم او فن په حقله سوچ هم ښکاره کوي.

د دغه سکول د رباب استاد خان آغا بې سودي وایي، موسیقي او هنر ته په ټولنه کې په سپک نظر کتل کیږي خو ماشوم خپل ژبه او کلتور د فن د لارې زده کوي. ښاغلي بې سودي وي او اې ډیوه ته وویل، د موسیقۍ د بدنامولو لپاره په پښتنو کې ډېر کار شوی دی:

"زه به په لنډو الفاظو کې تاسو ووایم دا میوزک چې دی دا د الله تعالی یو نعمت دی یو هنر دی یو فن دی. که مونږ نورو ملکونو ته وګورو نو هلته په سکولونو، یونیورسټیو او اکاډمیانو کې د میوزک زدکړه کیږي. که هندوستان ته لاړ شو که يورپ ته لاړ شو".

خو د دغې ادارې مقصد او کوشش دی چې په دې سکول کې د ماشومانو فني او تخلیقي روزنه وشي.

هنرمند او د دې ادارې رابطه کار حنیف دریاب وایي د هر ماشوم د پاره دا ضروري دی چې د موسیقۍ څه نه څه آلې سره تړلې پاتې شي:

"چې ماشوم څومره تخلیقي څيزونو ته پرېښودل شي دومره د هغه روزنه ښه کیږي په ځای د دې چې د یو ماشوم داسې ځای کې روزنه وشي چې هغه ځای کې ‌‌‌‌‌‌ډزې وي هلته جګړې وي او نور څيزونه وي".

لیکوال، تعلیمي‌ ماهر او د عوامي‌ نېشنل ګوند د کلتور استازی ډاکټر خادم حسېن وایي، د ماشومانو په تخیل او سوچ کې د زېبا هنرونو زدکړه مهم رول تر سره کوي، وایي له لومړي ټولګي تر لسمه دغه فني تعلیم ډېر ضروري دی:

"هسې هم په ټوله دنیا کې اوس د علم معیشت دی، لکه نوی خیال پیدا کول او تخلیق کول او د نوي خیال په حساب نوي څیزونه را پیدا کول، خلکو ته ژوند اسانه کول او په ژوند کې نوې نوې موندنې کول او کایینات پېژندل د تخلیقي او هنري علومو د لارې کېږي".

دغه سکول د پېښور راحت آباد علاقه کې په یو ښایسته روایتي انداز جوړ شوی او په رنګونو رنګول شوی دی، چې یو هال لري او په هغه کې د ماشومانو له کلاسونو سره سره مازیګر کې د موسیقۍ آلات یا سازندې لکه رباب، طبله او هارمونیم هم ور ښودل کېږي.

یو کال کیږي په پېښور کې د تخلیقي او هنري علومو ښودنه د دې ادارې د لارې شورو شوې ده، هنر ته په ټولنه کې په بد نظر کتل دې سکول ته د زدکړو لپاره د ماشومانو له نه راوستلو ښکاره ده خو الم خان غوندې ماشومان د دغه سوچ نه لرې په تخلیقي او فني زدکړو مشغول وي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG