لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مستونګ پېښې مقدمه د نامعلومو وسلوالو خلاف درج شوه، سرفراز بګټی وایي ټولې ځالې یې ورته معلومې دي


د بلوچستان د ترهګرۍ ضد ادارې د مستونګ د ځانمرګي برید مقدمه د نامعلومه وسله والو په ضد درج کړې ده.د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټی وایي ترهګر هر ځای چې موجود وي په ضد به یې بشپړه کاروایي کوي او ټولې ځالې یې ورته معلومې دي.

د بلوچستان نګران حکومت د مستونګ د خونړۍ پېښې خلاف په صوبه کې درې ورځنۍ ماتم اعلان کړی دی.

د بلوچستان د وکیلانو اتحاد هم د پرونۍ پېښې په غبرګون کې د صوبې په ټولو عدالتونو کې کاربندیزو اعلان کړی وو، وکيلان د شنبې- خالي په ورځ عدالتو ته وړاندې نه شول او ټولې عدالتي چارې په ټپه ولاړې وې.

د جمعې د ورځې په ځانمرګي برید کې د پولیسو د یو افسر په شمول د رویټرز په وینا 57 کسان وژل شوي خو مرکزي وزیر د مړو شمېر 55 او د ټپيانو شمېر 139 یاد کړ. د روغتیا څانګه وايي د ځينو کسانو حالت مرګونی دی او کېدای شي د مړو شمېر زیات شي.

سرفراز بګټي د شنبې- خالي په ورځ‌ په کوټه کې د وزیراعلا په کور کې خبري غونډې ته وویل چې ترهګر به له خپلو غارو راباسي او تر خپل انجامه به یې رسوي:

"که داعش وي، که ټي ټي پي وي یا بل هر څوک چې په هر نامه باندې تشدد کوي ریاست به د دې ځواب ورکوي، پر حافظ حمدالله چې چا برید کړی وو، د هغه سرغنه هم موږ وژلی دی".

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر یو ځل بیا د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره «را» تورنه کړه، خو هند دا ډول تورونه تل رد کړي دي. سرفراز بګټی وایي:

"چې هر څوک له دوې سره مرسته کوي او یا خواخوږي ورسره لري، چې هر څوک وي او په هر نوم باندې وي زموږ لپاره ټول یو دي، ټوله له يوه ځایه کنټرول کېږي".

د مستونګ په پېښه کې د یوې اغېزمنې کورنۍ تن سید نديم شاه وایي، د ده د تره زوی هم ټپي شوی او علاج یې روان دی. ندیم شاه وي او اې ډیوه ته وویل:

"په دې پېښه کې چې څومره ټپيان دي خدای دې صحت ورکړي، پرون ډېر مشکلات وو، نیټورک نه وو، خلک ډېر ناوخته خبر شو، تر دې حده چې [په روغتون کې] خلکو [ډاکټرانو] ورته کتل هم نه، خو نن کور کمانډر راغلی وو او ښه علاج روان وو، معلومه نه ده چې پر مخ به علاج څنګه وي".

د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د ترهګرۍ ضد پولیس تاڼې په مستونګ کې د 12م ربیع الاول پر جلوس د ځانمرګي برید مقدمه د نامعلومه کسانو په ضد درج کړې ده.

د ترهګرۍ ضد ادارې وياند وایي‌ په مقدمه کې یې د قتل، د قتل د تکل او ترهګرۍ دفعې د نامعلومو ترهګرو په ضد ثبت کړې دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG