لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي آر اېس اېس: د پنجاب نه بغیر، د پاکستان په نورو صوبو کې د تشدد پېښې ډېرې شوې دي


پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره خپل تازه رپوټ خپور کړی چې ترمخه یې سږکال د ټول هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې ۵۷ فیصد زیاتوالې راغلې دی. رپوټ دا هم وایي چې په پنجاب کې تېرو درېیو میاشتو کې د تشدد پېښې کمې شوي، مګر په نورو صوبو کې زیاتې شوي دي.

د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) خپل په دې تازه رپوټ کې ویلې، سږکال په ټول هیواد کې ترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې چې په کې ۳۶٪ بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولو لویه شرحه ده.

رپوټ واېې په تیرو دریو میاشتو کې د تندروۍ په شویو پیښو کې ۵۸٪ عام وګړي، ۲۳٪ امنیتي ځواکونه وژل شوي، او په دغه موده کې د وژل شوو کسانو په ډله کې یوازې ۲۰٪ يې تندلاري وسله وال و.

د څیړنو او امنیتی مطالعاتو د مرکز څیړونکی محمد نفیس وې او اې ډیوه سره خبره کې د تندروۍ د پیښو د اسبابو په اړه وویل: "ویل کیږې چې شاوخوا څلویښت نورې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره شاملي شوی دی چې د ټې ټې پې اثر یی زیات کړې. د دې ترڅنګ نورې ترهګرې ډلې هم مخې ته راغلي. داسې ښکاري چې دغه ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره په ګډه عملیات کوي."

د سي آر اېس اېس رپوټ په داسې حال کې خپور شوی چې په تېرو دریو ورځو کې د خیبرپښتونخوا په هنګو او د بلوچستان په مستونګ او ژوب سیمو کې شوو ترهګرو پېښوکې د شپېتو (۶۰) نه ډېر کسان وژل شوي دي.

څیړونکی او خبریال حق نواز خان وې او اې ډیوه سره خبرو کې د ترهګرې د پیښو د مخنیوي لپاره د حکومت واضح تګلاره د وخت اړتیا بلي او وایي چې د تحریک طالبان پاکستان او داعش-خراسان ډلو نه علاوه، حکومت دعوه لري چې د بلوچستان په پیښو کې د هند استخباراتې اداره هم ګني را ککړه ده. د حق نواز خان وینا ده چې، "د حکومت په دې اړه څه واضحه تګلاره مخې ته نه ده راغلې نو نه ګڼې چې پر دغه پیښو به په نزدې وخت کې قابو وموندلی شي."

د خالي/شنبې په ورځ، کوئټې ته د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر د سفر په مهال، نوموړي یوځل بیا وویل چې د ترهګرۍ په ضد به د امنیتي ځواکونو عمليات دوام لري.

البته، څیړونکي د ترهګرۍ د پیښو د مخنیوې لپاره د امنیتي ادارو تر مینځ پر موثره رابطو او د دې په نتیجه کې پر کیدونکو عملیاتو پوښتنې رابرسیره کوي.

څیړنکار محمد نفیس وایی: "ډیرې داسې پېښې شوي چې د ترهګرو پر ضد د استخباراتې ادارو د معلوماتو په بنیاد عملیات شوي، خو په ډیرو پیښو کې د امنیتي ځواکونو د وژل شوو شمیره د ترهګرو برابره یا تر هغوی هم زیاته ده."

په رپوټ کې د صوبو په کچه د ترهګرې د پیښو شمیرې هم شریکې کړی شوي چې له مخې یې، په وروستیو دریو میاشتو کې، د تشدد کچه په بلوچستان کې ۱۳۱٪، په خیبرپښتونخوا کې ۲۸٪ او په سند کې ۲۸۳٪ اضافه شوې، مګر بل طرف ته په پنجاب کې د تشدد په پېښو کې ۶۷٪ کموالی راغلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG