لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډيجيټل سرشمېرنې او نویو حلقه بنديو پرضد د احتجاجونو اعلان وکړ


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند خبري غونډه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند خبري غونډه

پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي په ملک کې ډيجیټل سرشمېرنه سمه نه ده شوې، او اوسنۍ حلقه بنديانې هم سمې نه دي، دوی به یې پرضد احتجاجونه او قانوني لاره خپلوي.

د ګوند په خبره د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو ابادي کمه ښودل شوې او د پخوانۍ فاټا ابادي هم خواوشا 50 لکه ښودل شوې کومه چې د ياد ګوند په وينا په 1940 کې 26 لکه وه.

پېښور پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وينا د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا مشر محمدعلي وویل، ګوند یې سرشمېرنه ردوي او پرضد به یې احتجاجونه کوي.

هغه زياته کړه، د فاټا [پخوانۍ قبايلي سيمو] په صوبه کې ورګډېدو خبرې کېدې چې ګټې به لري خو هغه ګټې ور نه کړل شوې بلکې د سيمې د قامي او صوبايۍ اسمبليانو څوکۍ کمې کړی شوي او د 25م اييني بدلون وروسته 26م اييني بدلون قانوني مسوده د قامي اسمبلۍ نه پاس شوی د کوم لاندې چې له پخوانۍ فاټا څخه د قامي اسمبلۍ 12 څوکۍ بحالېدل وو، او د صوبايۍ اسبملۍ څوکۍ د 18 نه 25 ته سېوا کېدل وو خو هغه قانوني مسوده درول شوې ده.

نوموړي وويل، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د 26م اييني بدلون د سېنېټ څخه منظورولو پرزوره غوښتنه کوي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، فاټا [پخوانۍ قبايلي] سيمه کې خو حالات يکسر مختلف دي د فاټا اوسني سيټونه شپږ نه دي پينځه نيم جوړيږي، مونږ وايو چې فاټا ته دې خپل زاړه 12 سيټونه ورکړي او نورې حلقې چې يوه ضلعه یې د بلې سره تړلې ده هغه دې سم کړی شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخواني غړي ميرکلم وزیر وي او اې ډيوه ته وويل، دوی به د سرشمېرنو او حلقه بنديانو سمولو دپاره قانوني لاره خپلوي او احتجاج به کوي.

هغه وويل، مونږ وايو چې هره خبره که هغه سر ته ونه رسي په راروان وخت کې خو به ولس په خپلو مسايلو خبر کړو، زما په خيال به دا هم غټه کاميابي وي چې خلک په مسلو خبر کړو.

د پاکستان مشترکه مفاداتو کونسل يا شريکو ګټو شورا په پينځم اګست په ملک کې د اوومې ډيجيټل سرشمېرنې منظوري ورکړې وه چې ترمخه یې د ملک ابادي 24 کروړه، 14 لکه 99431 ښودل شوې وه، د 2017م په سرشمېرنه کې د ملک ابادي 20 کروړه، 76 لکه 84626 ويل شوې وه.

څو ورځې وړاندې د پاکستان الېکشن کمېشن د نوې سرشمېرنې په بنياد د انتخاباتو دپاره د حلقه بنديانو ابتدايي فهرست اعلان کړی، په نوو حلقه بنديانو کې د قامي اسبملۍ ټولې 266 څوکۍ جوړې شوي دي. په 2018م کې د قامي اسمبلۍ 272 څوکۍ وې.

د 2018م په انتخاباتو کې د خېبرپښتونخوا د قامي اسمبلۍ 39 او پخوانۍ فاټا 12 څوکۍ وې چې په مجموعي ډول 51 جوړېدې.

د نوو حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د مومندو او شمالي وزيرستان کې يوه، يوه څوکۍ، او باجوړ، کورمې، خېبر او جنوبي وزيرستان څوکۍ د دوو، دوو نه يوې يوې ته راکمې کړی شوې دي.

د الېکشن کمېشن د ابتدايي حلقه بنديانو ترمخه خېبرپښتونخوا کې د قبايلي ضلعو ورګډېدو وروسته د صوبايي اسمبلۍ څوکۍ د 99 نه 115 ته سېوا کړی شوي دي.

قبايلي ضلعو باجوړ ته څلور، مومندو ته دوه، خېبر ته درې، جنوبي او شمالي وزیرستان او کورمې ته دوه دوه څوکۍ او اورکزو ته یوه څوکۍ ورکړی شوې ده.

د شانګلې څوکۍ د دوو نه درې کړی شوي او چترال يوه څوکۍ سېوا کړی شوې او دوه شوي دي.

د پېښور 14 څوکو کې يوه او د هنګو په دوو کې هم يوه څوکۍ کمه کړی شوې ده.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:56:50 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG