لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: سپټمبر کې د ترهګرۍ پېښې کمې خو مرګ ژوبلې زياتې شوي


پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز يا پکس] ويلي، د اګست د میاشتې په مقابله کې په ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې رپوټ شوي خو مرګ ژوبلې پکې زياتې شوي دي.

د رپوټ ترمخه سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.

پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس ویلي، د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.

په رپورټ کې ویل شوي، د بلوچستان په مستونګ کې شوې د ترهګرۍ غټې پېښې له امله د ستمبر په میاشت کې ځاني تاوان زیات شوی دی.

د پکس مشر عبدالله خان وايي، "خېبر پښتونخوا او پخوانۍ قبايلي سیمې د تېرې اوږدې مودې څخه د ترهګرۍ نه متاثره دي، ګاونډي هیواد افغانستان کې يو اوږد جنګ هم د دې يوه وجه ده ، بله دا چې ریاست ته به هم په دغو سیمو کې داسې مثبت کارونه کول وي چې د ځاي خلکو د تندروۍ پحقله فکر مکمل بدل شي".

په رپوټ کې ويل شوي د اګست په مقابله کې د ستمبر په میاشت کې د ملکي خلکو په وژنو کې اضافه شوې ده خو د امنیتي ادارو اهلکارو مرګ ژوبله د اګست په مقابله کې کمه رپوټ شوې ده.

د رپوټ ترمخه يو ځل بیا خېبر پښتوخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوي دي.

خبریال محمود جان بابر وايي، "دا ترهګري به دلته نوره هم زیاتیږي ځکه چې څنګه د عامو انتخاباتو ورځې رانزدې کيږي نو سیاسي ګوندونه به خپلې جلسي جلوسونه کوي‌ او په داسې کې به د ترهګرۍ ویره نور هم سېوا شي ځکه چې اوس دلته داعش عملیات سېوا کړي دي او دا تنظیم اکثر له داسې ګوندونه او خلک په نخښه کوي څوک چې د دوي په فکر تنقید کوي".

د پکس په رپوټ کې زياته کړی شوې، خېبر پښتونخوا صوبه کې د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 23 پېښې رپوټ شوې او 34 کسان پکې وژل شوي دي.

په بلوچستان کې د ترهګرۍ 20 پېښې شوې 77 کسان پکې وژل شوي او قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ په 17 پېښو کې 19 کسان وژل شوي وو.

د رپوټ ترمخه په سيند صوبه کې د ترهګرۍ څلور پېښې شوې، او پنجاب صوبه کې د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ هيڅ ډول پېښه نه وه رپوټ شوې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG