د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به له ګاونډي افغانستانه ټول خلک د نورو هېوادونو د خلکو په څېر په قانوني ویزه ورځي. د طالبانو حکومت لا د پاکستان دې پرېکړه ته څه جواب نه دی ویلی.
دا اعلان په داسې وخت شوی چې په اسلام اباد کې بیا په سلګونو افغانان نیول شوي او د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل ورباندې اندېښنه ښکاره کړې ده.
که د پاکستان د حکومت د "یو سند نظام" عملي شي نو دا تاریخي پالیسي به له لسیزو راهیسې روان عمل بدل کړي چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د دواړو هېوادونو خلک د ویزو پر ځای په پرمټ یوې بلې خواته سفر کوي.
د مرکزي حکومت دا رسمي امر له افغانستان سره د پولې د ټولو دروازو امیګرېشن چارواکو ته لېږل شوی او وي او اې لیدلی دی چې پکې ویل شوي:
"د 2023م د نومبر له لومړۍ نېټې به پاسپورټ د یواځیني سفري سند په توګه عملي کېږي او بل هیڅ دستاوېز به له افغانستانه پاکستان ته د سفر لپاره نه منل کېږي".
په دې سرکاري امر کې اړوندو چارواکو ته امر شوی چې د دې نوې تګلارې د عملي کېدو لپاره ضروري انتظامات وکړي او دا پرېکړه د پولې پر ټولو دروازو په ښکاره ځایونو کې د اشتهار غوندې ولګوي.
د پاکستان مرکزي حکومت لا د دې پالیسۍ عملي اعلان نه دی کړی. د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر سرفراز بګټي د ګل- دوشنبې په ورځ وویل، دی به نن د نهې- سه شنبې په ورځ له افغانانو سره د تړلې پالیسۍ مسایل په یوه خبري غونډه کې په تفصیل سره بیان کړي.
د پاکستان یوه اعلی چارواکي د افغانانو لپاره نوي سفري اصول تایید کړل او وایي اسلام اباد تمه لري چې د طالبانو چارواکو به ورسره د دې پرېکړې په عملي کولو کې مرسته کوي.
دغه چارواکي له دې کبله چې پر دې موضوع د ښکاره خبرو اجازه یې نه لرله، د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، د دې نوې پالیسۍ مقصد وسلوالو او قاچاقبرو یا سمګلرانو په ګډون د غیرقانوني تګ راتګ مخه نیول دي:
"دا چې طالبانو په هېواد کې عادي حالت راوستی او حکومتداري یې ښه کړې ده، نو دوی به د دوه اړخیزو اړیکو د جوړولو لپاره له نړیوالو اصولو سره سم عمل کوي، چې په هغه کې د ویزې نظام هم شامل دی".
طالبانو سمدستي د پاکستان دې نوي اعلان ته څه رسمي جواب نه دی ویلی چې افغانان به نور بې ویزې دې هېواد ته د ورتګ اجازه ونه لري.
د افغانستان او پاکستان تر منځ په چمن او تورخم پوله هره ورځ له تاجرانو سره سره په زرګونو عام خلک هم تګ راتګ کوي او پاکستان ته ډېر داسې افغانان بې له ویزو هم راځي چې ناروغان د علاج لپاره راوړي.
د پاکستان دا نوې پرېکړه به د ډیورنډ په کرښه سره بېل دواړو غاړو ته مېشت خلک اغېزمن کړي، چې د شاوخوا 2600 کیلومیټره پولې په اوږدو کې پراته دي. په دوی کې ډېر داسې دي چې نیمې کورنۍ یې یوې او نیمې یې بلې خواته اوسېږي.
پاکستان په داسې وخت د افغانانو لپاره ویزې لازمې کړې دي چې په هېواد کې یې د هغو افغانانو د نیولو لړۍ پیل کړې ده چې وایي غیرقانوني اوسېږي او یا یې ویزې نه دي نوې کړې.
د پاکستان د کورنیو چارو نګران مرکزي وزیر جلیل عباس جېلاني د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان کړی وو، حکومت به یې د افغانانو په ګډون ټول هغه بهرنیان له هېواده باسي چې په غیرقانوني توګه هلته اوسېږي.
د اسلام اباد دا اقدام به شاوخوا یو میلین افغانان اغېزمن کړي چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې دې هېواد ته پناه وروړې او ډېری یې غواړي نورو هېوادونو ته لاړ شي.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د ګل- دوشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانانو ځورول او خپلسره نیول بند کړي. د ایمنیسټي د جنوبي اېشیا څانګې پر خپل ایکس پاڼه لیکلي:
"ډېر هغه افغانان چې د طالبانو د ځورونې له کبله یې په ویره کې ژوند کاوه پاکستان ته تللي دي او هلته په خپلسرې توګه بندیان کېږي، نیول کېږي او خپل هېواد ته د لېږلو له خطر سره مخ دي".
ایمنیسټي انټرنېشنل اندېښنه ښکاره کړې ده چې په پاکستان کې د افغان کډوالو حالت ته ولې نړیوالو پام نه دی اړولی.
د پاکستان پولیسو په وروستیو ورځو کې په سلګونو نور افغانان په پایتخت اسلام اباد کې نیولي دي، پولیس وایي دغو کسانو د پاکستان ویزه نه لرله ځکه یې نیولي او اوس به یې خپل هېواد ته لېږي.
Forum