لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په ملک کې د هیڅ ډول سياسي وسله والې ډلې يا تنظيم دپاره ځای نشته


د پاکستان د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ د نېشنل اېکشن پلان د اېپکس کمېټۍ غونډه کې ویل شوي، په ملک کې د هیڅ ډول سياسي وسله والې ډلې يا تنظيم دپاره ځای نشته او په سختۍ سره به په دغه ډول هلوځلو کې ککړو کسانو مخنيوی کولی شي.

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه، د وزيراعظم په مشرۍ د اېپکس کمېټۍ غونډه کې د پوځ مشر، مرکزي وزيرانو، د صوبې اعلا وزيرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی دی.

ويل شوي، په غونډه کې د ملکي کورني امنیت جاج اخستل شوی چې د ممکنه چېنلجونو په تل پاتې انداز کې مخنيوی وشي.

د خبر ترمخه په غونډه کې مهمې پرېکړې شوي دي.

ويل شوي پاکستان کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکیان به ويستل کيږي، په پوله د تګ راتګ طريقه کار به د اسنادو په شکل کې سمول کيږي، په پوله به د تګ راتګ اجازه په پاسپورټ او ويزه وي، د غېر قانونه غېر ملکيانو د تجارت او شتمنيو ضد به سخته کارروايي کولی شي.

ویل شوي د کورنيو چارو د وزارت لاندې يو ټاسک فورس جوړ کړی شوی کوم چې به د جعلي شناختي کارډونو، کاروبارونو او شتمنيو پلټنې کوي د دې دپاره چې د غېر قانونه شناختي کارډونو او شتمنيو مخنيوی وکړی شي.

په غونډه کې د غېرقانونه هلوځلو او قاچاق ضد عملياتو نورو سېوا کولو ويل شوي دي.

او د اېپکس کمېټۍ غونډې ټينګار کړی د پروپېګنډا کوونکو او غلطو معلوماتو ورکوونکو خلاف به د سايبر قوانينو لاندې سخت کارروايي کيږي.

پاکستان کې د څيړونکو په نظر، په کال 2014م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد وروسته نيشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو، داسې وعدې شوې وې چې پاکستان کې به د ترهګرۍ سختدريځۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي.

د څيړونکو په خيال د نېشنل اېکشن پلان تراوسه څه ګټې نه ښکاري، د دې بنیادي وجه دا ده چې د پاکستان پوځ او حکومتونه په ځانګړي ډول د ترهګرۍ پرضد په يو مخ نه دي او ترهګر تنظیمونو پرضد د عملي کارروايۍ په ځای تش بيانونه ورکوي.

پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو نظر ساتونکې غېر دولتي څیړنیزې ادارې [پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز يا پکس] ويلي، د اګست د میاشتې په مقابله کې په ستمبر کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې کمې رپوټ شوي خو مرګ ژوبلې پکې زياتې شوي دي.

د رپوټ ترمخه سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.

پاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس ویلي، د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG