لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په روان کال کې بنو نه د پولیو درېمه پېښه مخې ته راغلې ده

په پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو د ناروغۍ درېمه پېښه مخې ته راغلې ده اؤ تر اوسه په دغه هیواد کې په 34 ماحولیاتي نمونو کې د پولیو وایرس تایید شوی دی.

د چارشنبې- شورو په ورځ یو شمیر پاکستاني رسنیو د وفاقي چارواکو له خولې ویلي چې د پولیو ناروغۍ دا تازه پېښه د خېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې رامخې ته شوې ده.

د روغتیا محکمې چارواکي وایي دغلته د یونین کونسل ګوړا بکاخیل سیمې د 16 میاشتو یوې ماشومې ته د پولیو وایرس ورپورې شوی دی اؤ هغه یې معذوره کړې ده.

تر دې وړاندې هم سږکال د بنو نه د پولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلې وې.

په بنو کې د یو نیم کال دغې ماشومې ته د پولیو وایرس لګیدو دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې یوازې دوه ورځې وړاندې پاکستان کې د پولیو پرضد کمپاین پیل شوی دی .

خېبرپښتونخوا کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي، په صوبه کې به د روان کمپاین په مهال 74 لکه 78000 نه زياتو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کيږي، او په دوو پړاونو کې به دا کمپاين ترسره کولی شي.

د پولیو پرضد پیل شوی لومړی پړاو به تر شپږم اکتوبر پورې روان وي اؤ‌ په دې کې به پېښور، کوهاټ، مردان، ملاکنډ او هزاره ډويژنو کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

په دويم پړاو کې چې د نهم نه تر 13م اکتوبر پورې به وي، بنو او ډېره اسماعيل خان ډويژنو کې به ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کيږي.

پاکستان کې د پولیو ضد څاڅکو تازه مهم په داسې مهال پېل کړی شوی چې نزدې دولس ورځې وړاندې د پوليو د مخنيوي پروګرام ويلي وو، د پېښور او پشين نه د خچنو يا ګنده اوبو څخه نمونې اخستل شوي او پاکستان کې د پوليو دپاره جوړې قامي ليبارټرۍ کې یې معاينه کړې، د پولیو وايرس پکې معلوم شوي وو.

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ اوړمه ورځ ویلي وؤ، حکومت یې د نړيوالو شریکانو سره په ګډه د پوليو د خاتمې دپاره مبارزه کوي او د دې ناکاره رنځ نه به خپل راتلونکی نسل بچ کوي.

هغه ويلي، دا د ټولو ديني، اخلاقي او قومي فرض دي او نوموړي د ټولو مکاتب فکر په علماو غږ کړی چې په دغه لړ کې ورسره پوره برخه واخلي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG