لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مجاهد: تر څو افغان مهاجرین پخپله خوښه له پاکستانه را وځي، تر هغو باید هغه هیواد زغم وکړي


د پاکستان د حکومت هغه اعلان ته په دې هېواد کې سیاستوالو، د بشري حقونو فعالانو او د طالبانو حکومت غبرګون ښودلی چې وایي د افغان کډوالو په ګډون ټول هغه بهرني وګړي باید د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې له پاکستانه ووځي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په پاکستان کې له افغان مهاجرینو سره د امنیتي ادارو چلند ورته د منلو نه دی. مجاهد د شورو- چارشنبې په ورځ پر ایکس لیکلي:

"باید پاکستانی لوری په دې اړوند په خپل پلان باندې له سره غور وکړي. افغان مهاجرین د پاکستان په امنیتي ستونزو کې لاس نه لري. تر څو پورې چې افغان مهاجرین پخپله خوښه او آرام سره له پاکستانه را وځي، تر هغو باید هغه هیواد زغم وکړي".

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د نهې- سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي وو، په هېواد کې غیرقانوني مېشت خلک د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

بګټي ګواښ کړی وو چې که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي:

"دا په نړۍ کې یواځینی زموږ ملک دی چې خلک له پاسپورټ او ویزې پرته په تذکره او بل سند دې ملک ته راځي، نو د دې د مضبوطولو لپاره موږ پرېکړه کړې چې تر لومړي نومبره پر مخ به د هیڅ ملک له پاسپورټ او ویزې پرته څوک پاکستان ته نه داخلېږي".

د پاکستان پولیسو په تېره میاشت کې د ملک په مختلفو ښارونو خصوصاً په کراچۍ، پېښور او اسلام اباد کې په سلګونو افغانان نیولي، چې ډېر یې تر قانوني کاروایۍ وروسته افغانستان ته لېږلي خو ډېر لا هم په زندانونو او پولیس تاڼو کې بندیان دي.

د بشري حقونو فعال او سیاستوال افراسیاب خټک وایي د کډوالو په اړه د پاکستان تازه اعلان په ځانګړې توګه د افغان کډوالو په هدف کول دي چې وایي دا د پاکستان د افغان پالیسۍ تر ټولو تیاره باب دی.

ښاغلي خټک پر ایکس په دوو جلا پوسټونو کې لیکلي، پر افغانستان د طالبانو له تپلو وروسته د پاکستان امنیتي ریاست له افغانانو سره د یوه مات شوي په څېر چلند کوي، وایي نن چې د کرکې کوم تخم کرل کیږي دا به داسې دښمني وزیږوي چې د ډېر نسلونه به یې ګالي:

"د پاکستان د حکومت له خوا د افغان مهاجرینو په ضد نننی تصمیم د نړۍ د بشري قوانینو نه څرګنده سرغړونه ده، په افغانستان کې په کلونو کلونو د لاسوهنو او جګړو ته لمن وهلو نه وروسته د دوی داسې افغان دښمنه او انسان دښمنه ګام د غندنې وړ دی، دلته ټول بشردوستان په خصوص پښتانه باید ږغ پورته کړي".

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي نګران وزیر سرفراز بګټي وویل، چې دا مهال په پاکستان کې ټول 4.4 میلین افغانان ژوند کوي، چې وایي په هغوی کې یواځې 1.42 میلینه رجسټر دي:

"د افغانستان تذکره لرونکي افغانان 1.85 میلین دي او په غیرقانوني توګه مېشت افغانان 1.73 میلینه دي چې په هیڅ ځای کې هم رجسټر نه دي".

سرفراز بګټي تور پورې کړ چې ګڼ شمېر افغان کډوالو د پاکستان شناختي کارډونه هم په جعلي توګه اخیستي دي، وایي د دوی د پېژندنې لپاره به ډي‌ این اې ټیسټونه کوي.

په امریکا کې مېشتي سیاسي څېړونکي ډاکټر تقي په دې اړه پر ایکس لیکلي، سرفراز بګټی چې غواړي د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د هغوی ډي این اې ټیسټونه وکړي، وایي‌ پوهېږي چې په دې سره د هغوی شهریت نه بلکې خپلوي معلومېدای شي. ډاکټر تقي په یو بل پوسټ کې لیکلي:

"پاکستان چې د خپل او نړۍ له هر قانونه په سرغړونې ملا عمر، ملا منصور، ملا هبت الله او حقانیانو ته پناه ځایونه ورکړي وو، بېوزله بې وطنه او مهاجر افغانان باسي. د اردو نوي مینان هره ورځ نوي ټیټ ته ډوبیږي ترڅو خپل ساتل ترلاسه کړي".

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي آر ویاند قیصر اپریدی وایي، کوم خلک چې په وروستيو کې پاکستان ته کډوال شوي هغوی کې داسې خلک شته ژوند ته یې په افغانستان کې خطر کېدی شي. قیصر اپریدي د وي او اې ډیوه خبریال وقار احمد ته ویلي:

"موږ به د پاکستان حکومت سره د هغوی لپاره خبره کوو چې د دوی لپاره دې داسې تګلاره جوړه کړی شي چې د دوی ستونځې هوارې شي".

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر ایکس په څو پرله پسې پوسټونو کې ویلي وو،‌ چې په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې په تېرو څو ورځو کې 1000 افغانان نیول شوي دي، چې وایي نیمایي یې د مهاجرت یا سفر اسناد هم لرل.

سفارت تور پورې کړی وو چې په دغو افغانانو کې درې تنه لومړی د پاکستان امنیتي ځواکونو نیولي وو او بیا یې په روغتون او نورو ځایونو کې مړي موندل شوي‌ وو. د پاکستان حکومت لا دغو تورونو ته څه جواب نه دی ویلی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG