لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني تاجرانو له افغانستانه پر ورتلونکو توکو د پاکستان 10 فیصده فیس د ګډ تړون سرغړونه بللې


د پاکستان حکومت د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون له مخې پر وارد شویو توکو لس فیصد پروسس فیس اعلان کړی چې سوداګر یې د حکومت له اړخه یو سخت ګام ګڼي او وایي دا د جنېوا کنونشن سرغړونه ده.

په کال 2010 کې د کېدونکي ټرانزټ تړون تر مخه دغه معامله به دواړه هیوادونه په ګډه هواروي، یوازې یو هیواد دغه رنګه پرېکړې نه شي کولی. د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د کسټمز ادارې له اړخه خپور شوي نوټفیکیشن تر مخه، د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوتونکو مالونو د اصلي ارزښت 10 فیصده فیس به د وړاندې نه اخیستل کیږي.

په دې توکو کې حلوا، چاکلېټ، بوټونه، بېلابېل مشینونه، کمبلې، د کور ټوکر یا رخت او جامې شاملې دي، خو په بیان کې ویل شوي چې د اکتوبر په درېیمه نېټه د دې نوټیفیکیشن تر جارې کېدو مخکې به د افغان ټرانزیټ ټرېډ له مخې اعلان شويو مالونو باندې دغه اعلان نه عملي کېږي.

د پاکستان او افغانستان د تجارت د ګډ چېمبر کوارډینېټر ضیاء الحق سرحدي وایي د پاکستان دا پرېکړه د جنېوا کنونشن سرغړونه ده، ځکه چې وایي د ټرانزټ تړون تر مخه دغه معامله به دواړه هیوادونه په ګډه هواروي:

"یوازې یو هیواد دغه رنګه پرېکړې نه شي کولای. د دې څخه وړاندې پاکستان په اوولس هغو شیانو بندیز لګولی وو چې افغانستان یې د نورو هیوادونو څخه د هوا د لارې تر لاسه کوي، نو د دې زیان به نه یوازې افغانستان بلکې پاکستان ته هم رسي".

دا وروستی اقدام په داسې حال کې کېږي چې چارواکي شک لري په ظاهره افغانستان ته استول شوي یو شمېر توکي په پټه بېرته پاکستان ته استول کېږي.

د پاکستان د چېمبر آف کامرس پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وایي د ټرانزیټ په شیانو کې د انشورنس او د بېنک ګارنټي وي. له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل چې د پاکستان حکومت باید دې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي:

"د دغه نوټفیکیشن تر مخه پاکستان پر 14 شیانو بندیز لګولی، چې ډېر سخت ګام دی او دا به پر کاروبار منفي اغېز ولري، د دغې پرېکړې څخه به له کراچۍ تر توخم پورې تجارت متاثره او په هیواد کې بې روزګارې نوره هم زیاته شي".

د 2021م کال د اګست په 15مه د طالبانو له اړخه د افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته پاکستان پر مېوو او د سبزیانو په ګډون پر بېلابېلو توکو محصولات معاف کړي وو او تېر کال په جولای کې دا پرېکړه هم شوې وه چې د افغانستان سره د ځمکې له لارې ټول محصولات به په روپیو کې وي.

د پاکستان او افغانستان د تجارت د ګډ چېمبر کوارډینېټر ضیاء الحق سرحدي وایي بنیادي خبره دا ده چې دوی پر قاچاق قابو وموندي، خو دغه رنګه پرېکړې سوداګرۍ ته زیان رسولی شي:

"دا تورونه بې بنیاده دي چې ګنې له دې لارې ټرانزټ شیان بیره پاکستان ته راوړل کیږي او د دې مخنیوی یوازې پر پولو د کسټم د ښه نظام څخه ممکنه کېدای شي".

د پاکستان او په وچه کې بند هیواد افغانستان تر منځ د ټرانزټ ټریډ تړون د 2010م کال په اکتوبر کې لاسلیک شوی، چې د سوداګرۍ او پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو د ادارې یو این سي ټی اې ډي تر مخه په دغو هیوادونو کې د اقتصادي پراختیا د هڅولو لپاره د تجارت د اسانتیاوو په اړه د دې ادارې اوږدمهاله وړاندیزونه منعکس کوي.

د افغانستان او پاکستان ټرانزیتي تجارتي تړون (اې پي ټي ټي ‌اې) د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې ټي ټي. اې) وروسته کېدونکی تړون دی چې په 1965م کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوی وو چې پاکستان د کراچۍ بندر په کارولو سره افغانستان ته د صادراتو او وارداتو د لېږلو اسانتیاوې برابرې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG