د پاکستان پوځ ویلي، د افغانستان سره د چمن په پوله د طالبانو په ناتاره ډزو کې د 12 کلن ماشوم پشمول دوه بې ګناه پاکستانيان وژل شوي دي. افغانستان کې واکمنو طالبانو د پېښې په حواله سمدستي څه نه دي ویلي.
د پاکستان سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] د پوځ له قوله ویلي، پرون مازيګر ناوخته طالبانو د پاکستان نه افغانستان ته تلونکې د خلکو په پياده لاره ناتاره ډزې کړي دي، په زيرو لاين ګېټ يا صفري نکته دروازه باندې ډزو کې د يو ماشوم په ګډون دوه پاکستانيان وژل شوي او يو ماشوم ژوبل شوی دی.
پوځ ویلي، وژل شوي د چمن ضلعي روغتون ته منتقل کړی شوي دي.
پوځ ويلي پاکستاني ځواکونو د عامو خلکو په موجودګۍ کې ډزې نه دي کړي او د ډزو نه کول مقصد یې د ډېر ځاني تاوان څخه بچ کېدل وو.
د پاکستان پوځ زياته کړې، په دغه غېر زمه واره حرکت یې د طالبانو چاوراکي خبر کړي او غوښتنه یې کړې چې ډزې کوونکي دې پاکستاني چارواکو ته وسپاري او خپل ځواکونه دې قابو وساتي.
د 2022م کال د نومبر په میاشت کې هم د چمن پوله وروسته له هغې تړل شوې وه چې پاکستان ویلي وو د افغانستان د خاورې نه یو وسله وال تن په پوله ولاړو پاکستاني ساتونکو باندې ډزې کړې وې.
په دغو ډزو کې د پاکستان د سرحد ساتونکې ملیشه ځواکونو یو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو. له دغې پېښې وروسته بیا په پوله د دواړو خواو د سرحد ساتونکو ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوې وې.
پاکستان د باب دوستۍ دروازې له تړل کیدو وروسته ویلي وو تر هغې به دروازه نه خلاصوي څو چې ورته افغانستان دې برید کې ککړ تن سپارلی نه وي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې د پېښې د څېړلو لپاره یې یو لوړ رتبه پلاوی ټاکلی دی او هڅه به یې وي چې بیا په ګډه پوله داسې ناوړه پېښه ونه شي.
او پوله بيا نزدې يوه اوونۍ وروسته پرانستل شوې وه.
د تېرې ستمبر د میاشتې په شپږمه نېټه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم په دروازه هم د دواړو خواو د ځواکونو ترمنځ نښته شوې وه، او دروازه بيا نزدې د لسو ورځو پورې د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.
پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني سېوا شوې او پاکستان وخت په وخت داسې تورونه هم لګولي چې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه پاکستان کې ترهګري کيږي.
خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
Forum