لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د دفاع وزیر: د افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه به د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې کړي


له ایمنیسټي انټرنېشنل، د پاکستان د بشري حقونو له کمیشن او ملګرو ملتونو وروسته د طالبانو د دفاع وزیر له پاکستانه د اسناد نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو په اړه د دې هېواد پرېکړه د اندېښنې وړ بللې ده او د کډوالو نړیوالې ادارې هم ویلي دا پرېکړه به نیژدې دوه میلینه افغانان اغېزمن کړي.

د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غیرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

مولوي یعقوب د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې د پولیسو د فراغت یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان دا پرېکړه "وحشت او بربریت" وباله او ویې ویل چې دا کار به د دواړو هېوادونو تر منځ‌ اړیکې ترینګلې کړي:

"هیله او ارزو لرو له ټولو ادارو، له هغو هېوادونو چې ځانونه د بشر مدافعین بولي، ملګري ملتونه او نور سازمانونه باید میدان ته راشي‌ او د پاکستان لاس ونیسي له دې عمل څخه، دا عمل له افغانانو سره ظلم دی، وحشت دی بربریت دی او په هیڅ توګه نه شي توجیه کېدای".

مولوي محمد یعقوب په پاکستان کې له مېشتو شتمنو افغانانو وغوښتل چې په بیړنۍ توګه خپله ټوله هغه شتمني او پانګه افغانستان ته ور منتقل کړي چې د ده په وینا د پاکستان اقتصاد یې پرې جوړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د چارشنبې- شورو په ورځ د نیویارک په مرکزي دفتر کې خبري غونډې ته وینا کوله، چې یو خبریال ترې وپوښتل آیا د ملګرو ملتونو مشر له پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستل کېدو څه غبرګون لري، ډوجاریک ورته وویل:

"دا د اندېښنې وړ اعلان دی، خو زه ډاډه یم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په دفتر یو این ایچ سي آر کې زموږ همکاران له دې حالته خبر دي. په اصولي توګه هیڅ کډوال باید په زور او جبر خپل ملک ته ونه لېږل شي. "

د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر په دریمه ویلي وو، په هېواد کې غیرقانوني مېشت خلک د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

بګټي ګواښ کړی وو چې که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي.

د پاکستان د دې پرېکړې په غبرګون کې د کډوالو نړیوالې ادارې «ریفیوجي انټرنېشنل» هم اندېښنه ښکاره کړې او ویلي یې دي، دا پرېکړه به تقریباً دوه میلینه افغانان خصوصاً هغه ښځې او نجونې اغېزمنې کړي چې د طالبانو له ظلمونو پاکستان ته تللې دي.

د دې ادارې د ښځو او نجونو د څانګې مشرې ډېون کون د اکتوبر پر څلورمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان دې پرېکړې اندېښمن کړي چې بې اسناده افغانان دې ووځي او یا دې جبري وتلو ته تیار شي. مېرمن کون وایي:

"موږ هغو کسانو ته ډېر اندېښمن یو چې د 2021م کال له اګست میاشتې وروسته د طالبانو د مخامخ او هدفي ګواښ له کبله یې خپل هېواد پرېیښی دی، په دوی کې د بشري حقونو مدافعان، پخواني حکومتي چارواکي او پوځيان، قاضیان، مدافع وکیلان او خبریالان دي، په دوی کې اکثره یې مهمې ښځینه مشرانې دي چې د خوندیتوب لږې لارې لري."

مېرمن ډېوین کون وایي دغه کسان د طالبانو د تشدد او غچ اخیستو له خطر سره مخامخ دي او زیات امکان لري چې افغانستان ته بیرته ستنول به د هغوی د وژلو سبب شي:

"د افغانو ښځو او نجونو لپاره د دې نتیجې بېخي زیاتې دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند غندلی او ویلي یې دي چې کېدای شي دا جنسیتي توپیر یا اپارتایډ وي".

د کډوالو نړیواله اداره وایي د پاکستان حکومت باید د تحریک طالبان پاکستان د غندنې وړ ګامونو له کبله له خطر سره د مخ افغان کډوالو ټوله اباد قرباني نه کړي، ځکه چې د مېرمن کون وینا، "دا [ټي ټي پي] هماغه ډلې دي چې دوی [افغانان] ترې تښتېدلي‌ دي."

د پاکستان حکومت ویلي له دې وروسته به یواځې هغه افغانان ورتلای شي چې د اعتبار وړ پاسپورټونه او ویزې ولري.

د پاکستان د سرکاري رېډیو د ویبپاڼې د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون یوې خبري غونډې ته ویلي، د قانوني افغان کډوالو په اړه د پاکستان پرېکړه نه ده بدله شوې، بلکې حکومت یې هغه کډوال باسي چې په غیرقانوني توګه په دې هېواد کې اوسېږي.

د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې پاکستان ویلي وو چې 2.7 میلینه افغانان په هغه هېواد کې ژوند کوي، چې 1.7 میلین یې رجسټر دي او د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم تر شپږ لکه زیات افغانان پاکستان ته کډه شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو وزارت له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنېدلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې (یو این ایچ سي آر) څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کابل کې د یو این ایچ سي آر له مشر لیونارډ زولو سره له پاکستانه د کډوالو د ستنېدو پر ستونځو او امکاناتو برابرولو خبرې کړې دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد ویلي، د تېرو درو اوونیو په موده کې له پاکستانه شاوخوا 23 زره افغان کډوالو ایستل شوي دي. ښاغلي راشد ویلي:

"پاکستان د نړیوالو قوانینو خلاف کډوال باسي، موږ باید شړل شویو کډوالو ته هرکلی ووایو او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ مرستې ته اړتیا لرو".

د طالبانو د کډوالو وزارت پر خپل ایکس په افغانستان کې د یو این ایچ سي آر د مشر لیونارډ زولو له خولې ویلي، پاکستان باید نړیوال قوانین پر ځای کړي. ښاغلي زولو ویلي، پر دې مسله یې د پاکستان له حکومتي چارواکو سره خبرې پیل کړې دي او وایي دا خبرې به ښې نتیجې ولري.

د کډوالو وزارت وایي لیونارډ زولو یادونه کړې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر مسئله د افغانستان، پاکستان اود د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې تر منځ یوې درې اړخیزې غونډې ته اړتیا ده.

د طالبانو حکومت له پاکستانه د شړل کېدونکو افغان کډوالو د سمبالولو لپاره د څو وزارتونو د چارواکو په ګډون یوه ګډه کمیټه هم جوړه کړې ده او دې کمېټې د چارشنبې- شورو په ورځ په ختیځ ننګرهار ولایت کې تورخم سرحدي سیمې ته نیزدې په لعل پورې ولسوالۍ کې د ورستنېدونکو کډوالو د لنډمهاله اوسېدو لپاره د کېمپونو ځینې سیمې هم ټاکلي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت وایي‌ د ستمبر له 30مې د اکتوبر تر څلورمې له پاکستان 2000 کډوال د چمن او سپين بولدک له لارې ور ستانه شوي دي. وایي دا 350 کورنۍ دي چې ټول اوسېدونکي یې دوه زره تنه کېږي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن هم د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، د حکومت دا پرېکړه چې تر یو میلین زیات "غیرقانوني" بهرني اوسېدونکي به په یوه میاشت کې له دې کبله باسي چې دوی په ممکنه توګه له ترهګرو او په جرم ککړو ډلو سره تړاو لري، وایي دا نه یواځې دا ښکاره کوي چې حکومت زړه سوی نه لري، بلکې د ملي امیت په برخه کې تنګ نظري هم ښکاره کوي:

"د دغو خلکو اکثر ځورېدلي افغان کډوال او بې وطنه خلک دي چې پاکستان یې له څو نسلونو کور اوسېدلی. دا د منلو وړ نه ده چې د څو کسانو د غلطۍ حساب له دوی سره وشي، دوی په دې هېواد [پاکستان] کې د پناه اخلاقي حق لري او باید د عزت او خواخوږۍ چلند ورسره وشي".

د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي نګران وزیر سرفراز بګټي وایي، دا مهال په پاکستان کې ټول 4.4 میلین افغانان ژوند کوي، چې وایي په هغوی کې یواځې 1.42 میلینه رجسټر دي، 1.85 میلینه د افغانستان تذکرې لري او 1.73 میلینه افغانان په غیرقانوني توګه اوسېږي چې په هیڅ ځای کې هم رجسټر نه دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG