لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان عدالتونو کې 21 لکه مقدمې د ځنډ ښکار دي، د سپریم کورټ چیف جسټس: دا بوج کمول غواړي


د پاکستان نوي چيف جسټس قاضي فایز عيسا په وکيلانو غږ کړی چې د ځنډ سره د مخ مقدمو بوج به کمول وي او دې لپاره وکيلانو ته به د تيارۍ سره عدالتونو ته راتلل وي.

مشر قاضي په وکیلانو ټېنګار کړی چې په د مقدمو د فیصله کولو په لاره کې دې د ځنډ راوستو څخه ډډه وکړي.

په سپريم کورټ کې دا مهال خواوشا 57000 مقدمې د ځنډ ښکار دي اؤ ددې مقدمو د شميرې راکمولو په هڅو کي دپاکستان اعلا عدليې تيره اوونۍ د سپټمبر25مې نه تر 30مې پورې 257 مقدمې فيصله کړي‌دي.

د پاکستان د قانون او انصاف د کميشن د شمېرو له مخې، په اعلا عدليې او ضلعي عدالتونو کې دا وخت 21 لکه مقدمې د ځنډ ښکار دي او د دې قضيو اوریدنو لپاره ګرد هېواد کي 3067 ججان دي او په ضلعې عدالتونو او هایکورټس کې د قاضيانو څه د پاسه 1000 څوکۍ تشې پرتې دي چې پکې دوه څوکۍ په سپريم کورټ کي هم خالي دي.

د قانون پوهانو وينا ده چې په پاکستان کي د پيرنګيانو له وخت راهيسې راروانو د پوليس، فوجدارۍ او ديوانى قوانينو له وجې هم د مقدمو فيصله کيدلو کې ډير وخت ضایع کیږي او دې قوانينو کې بدلون او اصلاحات راوستل پکار دي.

وایس اف امريکا ډيوه سره خبرو کې قانون پوهه شير امان وويل،د پاکستان د فوجدارۍ او ديواني قوانینو ضابطې د انګريز په وخت کې جوړې شوي دي چې له وجې یې په عدالتونو کي قضيې د اوږد وخت پورې د ځنډ ښکار کيږي.

هغه وایي اوس وخت راغلی دی چې پارلیمان په دي قوانينو کې اصلاحاتو راوستلو لياره قانون سازي وکړي، خو مقدمو کي ښکيل خلک وایي عدالتونه په وخت فيصلې نه کوي او صرف تاريخونه ورکوى٠

اسلام اباد هایکورټ ته دانصاف ترلاسه کولو په غرض راغلی يو سایل ګلزار احمد وى او ای ډيوه ته د خپلې مقدمې حال داسې بیانوي " د کال 2018م څخه زما د پلاټ مقدمه روانه ده او په عدالتونو کي کړيږم٠ د عدالت لخوا جوړ کړی شوي کميشن زما په حق کي فيصله کړې ده خو مخالفې پارټۍ پرې ستی راخستې ده، زه غواړم چې عدالت دې دا سټی خارج کړي او زر تر زره دې د دي مقدمې فيصله وکړي"

خو ځینې وکيلان ګڼي چې د مقدمو ځنډېدل څه دومره لويه مسله نه ده ، او د ججانو کار انصاف ورکول دي په چټکتیا سره د مقدمو ختمول نه دي.

دغه وکیلان وایي، له بده مرغه نن سبا قاضيان زيات زور د مقدمو په زر تر زره ختمولو لګوى او دغه شان دا مقدمې بيا د لاندې نه باندينيو عدالتونو کي چيلنج شي.

څيړونکي او د سپريم کورټ په چارو پوهه خبريالان وایي چې د مقدمو ځنډېدلو يو غټ علت د اکثره وکيلانو عدالتونو ته د تيارۍ سره نه راتلل دي او د زياتو مقدمو په لاس کې د لرلو له وجې التوا یا ځنډ اخلي چې له امله یې د ځنډ سره دمخ مقدمو شميرې زياتيږي.

ډيوه سره خبرو کي په عدالتي معاملو پوهه خبريال غلام نبي وایي،نوي چيف جسټس د پاکستان بار کونسل او د سپريم کورټ بار ايسو سى ايشن استازو سره يوه غونډه کړې ده او په هغې کې یې ترې ژمنه اخستې ده چې وکيلان دې غير ضرورى التوا نه اخلي.

چيف حسټس ويلى چې کله يوه قضيه د اوریدنې لپاره مقرر شي نو پکار ده چې هم هغه اوریدنه کې د هغې مقدمې فيصله وشي.

خو د سپريم کورټ په معاملو يو بل پوهه خبريال مطيع الله جان بیا وکيلان او ججان دواړه د مقدمو د ځنډ ذمه وار بولي او وایي بله غټ علت یې دومره لويه شميره کې د ججانو په تشو څوکو ټاکنې نه کول هم دي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل وکيلان د خپلو مدعيانو څخه فيسونه واخلي خو د ځنډ چالونه چلوى او ججان هم په وخت فيصلې نه کوي او د وکيلانو يا د دوى د تنظيمونو په فشار کي تاريخونو ورکولو باندي مجبوره شى.

خو د قانون او انصاف کميشن د چارواکو په وينا د مقدمو د ځنډېدو غټه وجه په اعلا او لاندينیو عدالتونو کي د ججانو کمه شميره ده چې له امله یې په دوى د زياتو مقدمو بوج دی.

په نړۍ کې د عدالت د څارنې اداره وړلډ جسټس پراجېکټ دپاکستان عدالتي سسټم د خپل فهرست په وروستیو هېوادونو کې ښيي. د یادې ادارې نوملړ یا فهرست کې 140 هېوادونه دي خو تېر کال پاکستان په دغه نوملړ کې په 129م مقام و.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG