لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر عارف علوي: ښځې روزګار کې شاملول د وخت ضرورت دی، دا د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي


د پاکستان صدر ډاكټر عارف علوي ويلي، تعليم او صحت اسانتیاوو ته د مساوي لاسرسي سره د ښځو د برابرۍ د یقیني كولو لپاره د ښځو اقتصادي توانمندي ضروري ده.

په ټولنه کې له کوره بهر د کارکوونکو ښځو په وینا، د ښځو د کار کولو په اړه د پاکستان غوندې تنګ نظره ټولنې په فکر کې بدلون راوستل او په دې اړه پوهنه خورول پکار دي.

په اسلام اباد کې د چارشنبې- شورو په ورځ سوداګرو ښځو لپاره کارکوونکي تنظیم «بزنس وومن نیټورک» په غونډه کې په هیواد کې په بېلابېلو څانګو کې کارکوونکو زړورو ښځو لاسته راوړنې د نورو سره شریکې کړی شوې.

په دې غونډه کې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هم ګډون کړی وو، هغه په خپلو خبرو کې وویل، په پاکستان کې باید ښځې برابرې وي:

"د ښځو پر وړاندې توپیر يواځې د مایوسۍ لامل کېږي. ښځې په روزګار کې شاملول د وخت ضرورت دی او دا کولای شي د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي".

په صدارتې ماڼۍ کې کېدونکې دغه دستوره کې د هغو ښځو او تنظیمونو هڅې په ګوته کړی شوې چې له ښووني او روزنې سره سره په کلیوالو سیمو کې د اقتصادي سفر په لور د ښځو د پیاوړتیا او د هغوی لپاره اسانتیاوې برابروي.

د بزنس وومن نیټورک مشره سیم ادا وايي، په پاکستان کې یواځې ښځې نه بلکې نارینه هم په خپل روزګار کې د ستونځو سره مخ دي:

"د حکومت له خوا څه کوششونه کیږي، خو د ټولنې په کچه سونځې شته، خو زه وینم چې اوس بدلون راروان دی".

د روان 2023م کال د سرشمېرنی تر مخه د پاکستان د مجموعې ابادۍ 45.2 فیصده ښځې دي، خو د اېشیایي پرمختیایي بېنک تر مخه 25 فیصده ښځې له کورونو بهر کار کوي، چې وجه یې د تعلیم ټیټه کچه، د تګ راتګ چېلنجونه او د صنفي توپیر دی.

په پاکستان کې د کروندو لپاره اسانتیاوې ورکوونکې ادارې سینجنټا کارمنده حمیرا احمد وایي، "په پاکستان کې سواګرې ښځې لارښوونی او مرستو ته اړتیا لري"، هغه وایي‌ په ټولنه کې "کلتوري خنډونه هم دي، خو ښځو ته بهر د کار کولو لپاره به خپله هم همت کول وي".

سوداګرې ښځې فکر کوي چې خپله کورنۍ ښځې کار ته تیارولو او د ټولنې په فکر کې په بدلون راوستلو کې تر ټولو لوی رول لرلی شي او وایي‌ د دې لپاره د خبرو پر ځاې به عملي ګامونه پورته کول وي.

په پاکستان کې د خلکو د ښه صحت لپاره کارکوونکې ادارې « ډایټ بای ډیزاین» مشره سعدیه سلمان وایي، ښځو ته تر ټولو زیاته ستونځه د کور څخه وي:

"خلک بهر ته د ښځو له لېږلو ویریږي، ښخې به خپل اعتماد خپله بحالوي، ولې چې خلک خو یې هر کله حوصله ور کمزورې کوي".

د ښځو د کار او حقونو دغه فعالې وایي د دغو ټولو چېلنجونو د مخیوي لپاره به ښځو ته خپله هم پکار وي چې پخپلو حقونو ځانونه پوه کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG