د یو ورځني کرکټ د نړیوال کپ په سیالیو کې پاکستان خپله اوله سیالي د نېدر لېنډز سره پېل کړې ده اؤ درې لوبغاړي یې په 62 منډو جوړولو سوځېدلي دي.
د هند د حېدر اباد په دکن ښار کې د پېل شوې دې سیالۍ پچه نېدر لېنډز ګټلې اؤ پاکستان ته یې وړومبی د بیټنګ کولو بلنه ورکړې ده.
په وړومبي سر کې د پاکستان فخر زمان اؤ امام الحق بیټنګ ته را ووتل خو فخر زمان په دریم اوور کې د 12 منډو په جوړولو وسوځېدو.
له فخر زمان وروسته دپاکستان کپتان بابراعظم بیټنګ ته را ووتلو خو هغه هم د وکټ مخې ته زیات ټینګ نه شو اؤ دپینځوؤ منډو په جوړولو په کیچ وسوځېدو.
امام الحق هم 15 منډې جوړې کړې اؤ په کیچ اوټ شو.
دا وخت پاکستان د 12 اوورونو لوبه کړې اؤ 62 منډې یې جوړې کړې دي.
د نېدر لېنډز کپتان اسکاټ ایډورډز له پچې ګټلو وروسته پخپلو خبرو کې ویلي چې د هغوي هڅه به دا وي چې د ټورنامنټ پیل د پاکستان پرضد له ګټې څخه وکړي.
د پاکستان کپتان بابر اعظم په دغه موقعه ویلي هڅه به وکړي چې دوي نېدر لېنډ ته د زیاتو منډو هدف کښیږدي اؤ د فشار لاندې یې راولي.
د پاکستان لوبډله کې کپتان بابراعظم، فخر زمان، امام الحق، محمد رضوان، سعود شکیل، افتخار احمد، شاداب خان، محمد نواز، حسن علی، شاهین اپریدی او حارث رؤف شامل دي.
همدا شان د نېدر لېنډز لوبډله کې کپتان اسکاټ ایډورډز، وکرم جیت سنګھ، میکس او ډاؤډ، کولن ایګرمین، باس ډي لیډز، تیجا ندامانورو، ثاقب ذوالفقار، لوګن وین بیک، آرین دت او پال وین میکرین لوبېږي۔
Forum