د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان کې له میشتو افغان کډوالو سره د دغه هیواد د حکومت چلند نامناسبه اؤ د ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف بللی دی.
د جمعې په ورځ پخپل یو بیان کې پخواني ولسمشر ویلي د پاکستان دا کړنه له هغې ورورگلوۍ او میلمه پالنې سره په تضاد کې ده چې د پاکستان خلکو د څه د پاسه څلوېښتو کلونو راهیسې له افغان مهاجرینو سره کړې ده.
د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پرېکړه کړې ده چې د خپل هیواد نه به د افغانانو په کډون هغه ټول بهرنیان وباسي چې په غیر قانوني توګه پاکستان کې میشته دي.
په دې لړ کې د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر ښاغلي سرفراز بګټي روانه اوونۍ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي د نومبر له وړومبۍ نېټې نه به د افغانانو په شمول پاکستان کې په ناقانونه توګه د مېشتو بهرنیانو خلاف اقدامات پېل کوي او هغوي به له هېواده وباسي.
پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې په دې وروستیو کې د پاکستان دننه په امنیتي ځواکونو اؤ عامو وګړو ګڼ شمیر خونړي ځانمرګي بریدونه اؤ بمي چاودنې وشوې اؤ پاکستان تور ولګولو چې د دې بریدونو پلانونه په افغانستان کې پناه لرونکي ترهګر جوړوي.
په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په وار وار رد کړي دي چې ګنې د پاکستان پرضد د ترهګرۍ پلانونه د افغانستان له خاورې څخه جوړیږي اؤ وایي دوي(د طالبانو حکومت) چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پخپل بیان کې ویلي چې د پاکستان اوسني مشکلات نه په افغانستان اؤ نه هم په افغان کډوالو پورې اړه لري.
حامد کرزي زیاته کړې ده چې په پاکستان د افغان کډوالو شتون دغه هیواد ته ګڼې اقتصادي اؤ اجتماعي ګټې ور په برخه کړي دي.
هغه ویلي، هیله لري چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر خپلو روابطو له سره غور وکړي او د مدبرانه او متمدنو اړیکو لاره اختیار کړي چې دا به بې له شکه د دواړو هېوادونو او سیمې په ګټه وي.
څېړونکي وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځه د کډوالو مسله تل د سياست لپاره کارول شوې چې له امله يې دواړو اړخونو ته مېشت پښتانه اغيزمن شوي دي.
د څېړونکو په وینا که اوس مهال په پاکستان کې د کالونو راهسې مېشتو افغانانو په اړه يوه معقوله تګلاره خپله نه کړل شوه نو لرې نه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځه به سياسي، تجارتي او کلتوري اړيکې نورې اغيزمنې شي.
د افغانستان په حالاتو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان د وي او ای ډیوه خبریال وقار احمد ته ویلي، د طالبانو په حکومت کې د دفاع د وزير ملا محمد يعقوب چې د پاکستان وروستۍ پرېکړې ته کوم غبرګون ښودلی په هغې کې د پاکستان فېصلو ته وحشت ناکې او ظالمانه ويل شوي دي، او د هغه د الفاظو نه اندازه کيږي چې دې پريکړو هلته(افغانستان کې) څومره غصه راپارولې ده.
خبریال طاهر خان وایي "افغانستان ته چې موږ ځو نو هلته ولسونه د پاکستان سره اختلافات هم لري خو هغوي ضرور يادونه کوي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه توب کړی دی، ولې د افغانانو په زړونو کې د پاکستان په هکله دغه حسن نيت ته د اسلام آباد دې اوسني اعلان سخت زيان رسولی دی"
پېښور پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاد ډاکټر خورشید خان بیا وایي"طالبان د ټول نه خواږه خلک پاکستان ته وو، دوی راجوړ کړي دي، دوی ورسره کومک کړی دی، دوی ورسره قربانۍ ورکړي دي نو ښکاري داسې چې دا موجوده کوم تاوتريخوالی راغلی، هم ددې صرف دا وجه نه ده چې پاکستان کې چاودنې شوي، د دې وجه دا ده چې د افغانستان کوم طالبان دي هغوی ازادانه يا خود مختاره بهرنۍ پاليسي چلوي چې هغه په پاکستان مختلف اثرات غورځوي"
د کډوالو د ملاتړ نړيواله اداره يو اين ايچ سي ار وايي په پاکستان کې له 3.7میلیونو څخه زیات افغانان پراته دي چې د افغانستان نه د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله په کډه شوي دي خو یوازې 1.4 میلیونه یې په رسمي توګه راجسټر شوي دي.
Forum