لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن وایي پر جنوبي پوله د دېوال جوړولو پیسې نه شي را ګرځولی، د مېکسیکو صدر یې غندنه کړې


د امریکا صدر جو بایډن وایي نه شي کولای له خپلې جنوبي پولې سره د څو میله دېوال جوړولو له پلانه پیسې په قانوني توګه را وګرځوي. د مېکسیکو صدر د هغه پر دې بیان سختې نیوکې کړې دي.

له مېکسیکو څخه د کډوالو د مخنیوي لپاره د نوي دېوال جوړولو منظوري په تېره جون میاشت کې ورکړل شوې وه، خو د دې لپاره پیسې په 2019م کال کې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په واکمنۍ کې ځانګړې شوې وې.

په ټیکساس ایالت کې د دې نوي دېوال د جوړېدو امر د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې د حکومت په سرکاري جریده «فیډرل رجسټر» کې خپور شوی وو.

د امریکې د کورني امنیت یا هوم لېنډ سیکیورټي وزیر الیجنډرو مایورکس په دې اړه ویلي، "د پولې په اوږدو کې نن سبا د عملي خنډونو او سړکونو جوړولو ته ډېره او سمدستي اړتیا ده".

د مېکسیکو صدر انډریس مېنویل لوپیز اوبراډور د امریکا دغه نوی اعلان سمدستي رد کړی او غندلی دی. صدر اوبراډو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د خپل هېواد په مېکسیکو ښار کې خبري غونډې ته وویل:

"د دېوال جوړولو لپاره د اجازې ورکولو دا اعلان په شا د تلو ګام دی، دا ستونځه نه شي حل کولای، دا ستونځه نه شي کولای، موږ باید دا ستونځه حل کړو".

جو بایدڼ چې په 2020م کال کې د امریکې صدر وټاکل شو، نو ده هغه ویلي وو چې د ده اداره نه غواړي د مسکسیکو پر پوله یو بل دېوال جوړ کړي، خو د مېکسیکو د صدر په وینا اوس له خپلې هغې خبرې پر شا شوی دی.

د مېکسیکو صدر وایي، "دا د صدر بایډن د هغې خبرې خلاف کار دی، دا تر اوسه پورې یواځینی ولسمشر دی چې دا دېوال یې نه دی جوړ کړی، زه پوهېږم چې پر ده باندې زیات فشار دی".

صدر جو بایډن د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبریالانو ته وویل، ده هڅه وکړه چې د کانګرس غړي د مېکسیکو د سرحد لپاره ځانګړې شوې پیسې را وګرځوي، خو وایي کانګرس ورته انکار وکړ.

صدر بایډن وایي د قانون له مخې دغه پیسې باید ولګول شي چې منظوري یې ورکړل شوې ده او دا دېوال باید په روان 2023م کال کې بشپړ شي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د صدر بایډن انتظامیه پر خپله جنوبي پوله د را اوښتونکو کډوالو د زیاتوالي مخه ونیسي. د نیویارک، شیکاګو او واشنګټن چارواکو له مرکزي حکومته مرسته غوښتې چې د کډوالو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې انټرنېشنل ارګنایزېشن فار مایګرېشن ايي او اېم ویلي، د امریکې او د مېکسیکو پوله د کډوالو دپاره د دنیا تر ټولو خونړۍ ځمکنۍ لاره ده.

د ايي او اېم تازه رپورټ ښيي چې هر کال په سلګونو کسان د خطرناکو صحراګانو د لارې د مېکسیکو نه امریکې ته د اوړېدو په کوښښونو کې مړه کېږي.

د ادارې د معلوماتو ترمخه، د جنوبي امریکې په ټوله سیمه کې په 2022 کې 1,457 کسان مړه شوي او بې درکه شوي وو، په دغو کسانو کې 686 کسان د امریکې او مېکسیکو په پوله مړه شوي او بې درکه شوي دي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز او اې پي اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG