لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر اسرایلو د حماس برید 40 تنه وژل شوي، وزیراعظم نتنیاهو وایي "موږ په جګړه کې یو"


د اسرایلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو خپلو هیوادوالو ته ویلي، اسرایل د حماس د وسله والو سره چې د غزه په پټۍ حکمراني کوي په جګړه کې دی. د اسرایلو وزیر اعظم په خپله وینا کې چې په ټیليویژنونو خپریدله وویل چې دا یو اپریشن یا عملیات نه دي بلکه بشپره جګړه ده.

ښاغلي نتنیاهو دا وینا تر هغې نه وروسته وکړه کله چې په غزه حکمراني کوونکي حماس د خالي یا شنبې په سحر وختي په اسرایلو څو اړخیزه برید پيل کړ.

د اسرایلو وزیر اعظم په خپله دې لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې حماس به هغه قیمت ادا کړي چې سوچ یې هم نه دی کړی. ښاغلي‌ دې سره د خپل محفوظ ساتل شوي ریزرویسټو محافظینو د راغوښتلو امر هم وکړ.

همدغه راز یې خپل پوځ ته حکم وکړ چې د حماس د وسله والو څخه دې هغه قصبې پاکې کړي په کوم کې چې هغوي د اسریلي پوځیانو سره په نښتو کې ښکیل دي.

د اسرایلي ریسکیو سروس په وینا د هغوي طبعي ماهرین د ۱۶ کسانو د مرګ وایي چې یوه پکې د۶۰ کالو ښځه هم ده، خو اسرایلي چارواکي وایي ۴۰ کسان وژل شوي، د چا مرګ چې د غزه څخه د ویشتل شوي راکټ له وجې شوې او پکې د دوه کسانو حالت سخت ښودل شوی.

دواړو خواو ته د زیات مرګ ژوبلې رپورټونه دي خو چارواکو یې په فوري توګه معلومات نه دي ورکړي. اسرائیلي میډیا په جنوبي اسرائیل کې په لسګونو کسانو په هسپتالونو کې د داخلیدو رپورټونه هم ورکړي.

بل اړخ ته په غزه کې د فلسطین د صحت چارواکي د ډیرو وګړو د زخمي کیدو وایي خو کره شمیره یې نه ده جاري‌ کړی خو د جماعتونو نه د وژل شوو لپاره په لاوډ سپیکر د جنازو اعلانونه کیږي.

حماس د خالي یا شنبې په ورځ په زرګونو راکټونه په اسریلو وورول او په لسګونو جنګیالي یې د هیواد په قلعه نما سرحد ور دننه کړل او د رخصتۍ په ورځ یې د خپل طاقت په زور د اسرایل ساتونکي د برید په مقابل کې بیداره کړل.

په سمچات تورات باندې دې سخت برید یې، ‌قریبا د نن نه پنځوس کاله مخکې د ۱۹۷۳م د هغې جګړې یاد تازه کړل په کوم کې چې د اسرایل دښمنانو په یوم کیپور باندې ناڅاپي برید پیل کړی وو.

د اسرایلو پوځ وایي د راکټونو په ځواب کې یې په غزه کې اهداف په نښه کړي دي. زیاتوي چې جنګیالي نه یوازې په باړ ورغوښتي‌ بلکه په هواکې هم د پیراګلایډونو په زریعه ورغوښتي.

په سمدستي توګه دا لا نه معلومه شوي چې حماس د دې برید لپاره څه شي هڅولی کوم چې د غزې په پوله د څو اونیو د تاوتریخوالي وروسته شوي، خو د حماس د نظامي څانګې ناست مشر محمد دیف دې ته د “ال اقسه سټورم اپریشن" یا ال اقسه طوفان عملیاتو نوم ورکړی.

هغه په خپل ریکارډ شوي پیغام کې وايي چې نور بس دی او د مشرقي یروشلم نه تر شمالي اسرايلو پورې یې په فلسطنیانو غږ کړی چې په جګړه کې دې شامل شي. او وایي چې نن خلک خپل انقلاب بیا حاصلوي.

خو په ټیليويژني‌ وینا کې د اسرایلو د دفاع وزیر یوو ګیلنټ خبرداری ورکړی چې حماس یو سخته غلطي کړی ده او اسریلي ریاست به دغه جګړه کې بریا مومي.

سویلي اسرايلو ته د جنګیالیو داخلېدل حماس یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او د راکټي بریدونو یې په میلینونو خلکو په کورونو او خوندي‌ ځایونو کې پناه اخیستې ده.

د اسرايل پوځ غزه ته نږې سړکونه تړلي او ښارونه او ښارګوټي خالي شوي. پوځ د فلسطینین انکلیو ته نیږدې اوسېدونکو ته ویلي چې په کورونو کې دې دننه پاتې شي. بل اړخ ته د اسرایلو د ژغورنې ادارې د خلکو نه د وینې ورکولو غوښته کړې ده.

د اسرايلو په تاریخ کې دا برید د سختو دردناکو شیبو سره پر تله کولو سره سیاسي څیړونکو په وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه په سخت اړخو اتحادیانو باندې نیوکې زیاتې کړي چا چې د غزه څخه د خطر په وړاندې د سخت اقداماتو مهم چلولی وو.

نیوکې کوونکي دا د حکومت ناکامي بولي چې د حماس د برید په اړه اټکل او د هغې خلاف پلان او همغږي نه لیدل کیږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG