لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:پوځ وایي دعملیاتو په مهال یې "دوه ترهګر" وژلي دي


دپاکستان پوځ د بلوچستان ایالت کیچ ضلعه کې وسله والو سره نښته کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده.

د پوځ ویاندې ادارې آی ایس پي ار دخالي - شنبې په ورځ یو بیان کې ویلي په کیچ ضلعه کې پوځ د ترهګرو پرضد عملیات ترسره کول چې پر دغه مهال د وسله والو اؤ پوځیانو تر منځ یوه سخته نښته وشوه اؤ په ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي‌ دي.

پوځ ویلي وژل شوي ترهګر په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ د ترهګرۍ نورو یو شمیر فعالیتونو کې ککړ وؤ.

پوځ د وژل شوؤ وسله والو د ولکې نه د درنو وسلو اؤ چاودېدونکو موادو ترلاسه کېدو دعوه هم کړې ده.

کیچ د بلوچستان هغه ناقراره ضلعه ده چې زیاتره مهال پکې امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو تر منځ د نښتو رپورټونه مخې ته راځي.

په دې وروستیو کې د پاکستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده خو امنیتي ځواکونه هم دعوې کوي چې ګرد هیواد کې یې د وسله والو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس دعملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ وایي په دې عملیاتو کې یې وسله والو ترهګرو ته درانه ځاني زیانونه اړولي دي.

دپاکستان انسټيټیوټ فار کنفلکټ اینډ سیکيورټي سټدیز يا پکس د رپورټ له مخې سږ کال په وړومبو نهو مياشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ 489 پېښې رپوټ شوي او په دې کې په مجموعي توګه 763 تنان وژل شوې دي او د تېرکال په مقابله کې سږ کال په نهو میاشتو کې ترهګري 29 فیصدي زیاته شوې ده.

دغه رپورټ کې ویل شوي د ستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ 65 پېښې رپوټ شوې دي 136 کسان پکې وژل شوي او د اګست په میاشت کې د ترهګرۍ 99 پېښې رپورټ شوې وې خو په هغه میاشت کې ځاني تاوان د ستمبر په مقابله کې کم شوی وو.

په رپورټ کې ویل شوي، د بلوچستان په مستونګ کې شوې د ترهګرۍ غټې پېښې له امله د ستمبر په میاشت کې ځاني تاوان زیات شوی دی.

په بلوچستان کې د ترهګرۍ 20 پېښې شوې 77 کسان پکې وژل شوي او قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ په 17 پېښو کې 19 کسان وژل شوي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG