په افغانستان کې د شنبې یا خالي په ورځ راغلې یوې سختې زلزله کې د مړو شمېره تر 2000 اوښتې ده تر1200 زیات کسان زخمیان دي.
د یک شنبې- اتوار په ورځ په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر) د حوادثو د وزارت د ویاند له خولې لیکلي چې دتېرې ورځې د راغلې ضلعې له امله په 13کلیو کې ټول 2053 کسان مړه شوي اؤ 1240 ژوبل شوي دي.
د قدرتي افتونو په مهال د مرستو وزارت ویلي چې په دې زلزله کې 1320کورونه په بشپړ ډول تباه شوي دي.
هغه ویلي د ژغورنې 10 ټيمونه زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوي اؤ هلته خلکو سره د پاکو اوبو، خوراک ، درملو اؤ نورو اړینو توکو مرسته کوي.
دافغانستان د رییس الوزارا مرستیال اقتصادي مرستیال د ملا عبدالغني برادر اخند ویلي زلزلې په هرات ولایت کې زیاته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه ویلي دپېښې رامنځته کېدو سره سم ددفاع وزارت هیلي کاپټرې په نیم ساعت کې زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلي اؤ هلته یې د مرستندویه فعالیتونه پېل کړې دي.
خبریال خدایې نور ناصر په ایکس رسنۍ لیکلي دهرات کې له طبعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر مولوي عنایت الله ورته ویلي چې ’شاوخوا پنځلس کلي په پرونۍ زلزله کې ټول نړېدلي دي او د وژل شویو دقیق شمېر به نن تر ماذیګر پورې مالوم شي.
د شنبې- خالي په ورځ د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو هرات، بادغیس او فراه کې کچه غرمه یوه سخته زلزله راغلې وه چې مطبوعات وایي ګڼ کلي یې ویجاړ کړي اؤ په سوونو کسان اوس هم د راپریوتو ودانیو د ملبې لاندې ګېر دي.
رپوټونه وایي چې دا زلزله د ایران په شمال کې په مشهد ښار او همدارنګه د ترکمنستان په لوېدیځ کې هم محسوسه شوې ده.
د امریکې د جیولوجیکل سروې له مخې د زلزلې شدت 6.3 وو، چې وایي مرکز یې له هراته شمال ختیځ لور ته د 40 کیلومیټره په فاصله وو او ژورتیا یې په مځکه کې تر 10 کیلومیټره پورې وه.
د هرات د مرکزي روغتون مشر ډاکټر شاهپور محب اې پي خبري ایجنسۍ ته پرون ویلي وو،
"ټپیان په سرکاري او شخصي ایمبولنسونو کې د هرات روغتون ته راوړل شوي دي، د دوی د زخمونو لومړی او بنیادي علاج روان دی، دوی ته دارو درمل ورکړل شوي او مېډیکل کیټس هم په هسپتال کې شته، خو له بده مرغه تر اوسه لا هم ژوبل کسان له مرکز او شاوخوا ولسوالیو را روان دي"
ر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګان او عکسونو کې لیدل کېږي چې د هرات ښار ګڼ شمېر خلک تر زلزلې وروسته سړکونو ته راوتلي او په ویره کې دي.
د ځینو نړېدلیو کورونو عکسونه هم خپاره شوي او ویره څرګندېږي چې کېدای شي زلزلې له ښاري مرکزونو بهر خلکو ته د سر او مال زیان اړولی وي.
Forum