لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل او حماس وسله والو تر منځ په دویمه ورځ هم جګړه روانه ده


د اسرایل لخوا د ځوابي هوايي بریدونو وروسته په غزه کې د تباه شوو ودانیو نه لوګي پورته کیږي.
د اسرایل لخوا د ځوابي هوايي بریدونو وروسته په غزه کې د تباه شوو ودانیو نه لوګي پورته کیږي.

د اسرایل پوځ ویلي نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ یې د اسرایل هغه برخې د حماس وسله والو نه د پاکولو عملیات جاري ساتلي کوم چې تیره ورځ د یوې ناڅافي حملې په وخت اسرایل ته داخل شوي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو تر مخه د اسرایل په جنوب کې د غزه پټۍ سره نژدې هم جګړه روانه ده چرته نه چې تېره ورځ‌ د حماس جنګیالو د اسرایل په بېلا بېلو برخو بریدونه کړي. په دغه سیمو کې د اسرایل سېروت ښار هم شامل دی.

د اسرایل د دفاع وزارت ویاند لېفټننټ کرنل جوناتهن کانریکوس د امریکا سي اېن اېن خبري ادارې ته ویلي، امکان دی چې د خالي/ شنبې په ورځ د برید په مهال نژدې ۱۰۰۰ جنګیالي اسراېل ته راننوتي وي.

د اسرایلي پوځ لخوا په ځوابي بریدونو کې د اتوار/ شنبې په ورځ بیا په غزه درنه بمباري شوې.

د اسرایل دفاع وزارت تر مخه په دغه بریدونو کې د حماس ډلې استخباراتي مرکز یا هېډ کوارټر، د وسلو جوړولو یوه کارخانه یا پلانټ او دوه بنکونه په نخښه کړل شوي.

حماس ډلې هم تېره شپه خپل بریدونه جاري ساتلي او د تل ابیب په شمول په ګڼو ښارونو یې راکټي بریدونه کړي.

د خالي/ شنبې ورځې راپه دیخوا د حماس وسله والې ډلې په راکټي بریدونو او د وسله والو په بریدونو کې تر اوسه ۲۵۰ اسرایليان وژل شوي او د ۱۰۰۰ نه زیات ژوبل شوي.

په غزه کې د فلسطین د صحت وزارت ویلي د اسرایل په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۶ فلسطینیان وژل شوي او ۱۷۸۸ نور ژوبل شوي دي.

د وزارت تر مخه په وژل شوو کې ۲۰ او په ژوبلو کې ۱۲۱ ماشومان هم شامل دي.

جګړه څنګه پېل شوه؟
د فلسطیني وسله والې ډلې حماس لخوا دشنبې یا خالي په ورځ په اسرایل د شوي یو ستر برید نه څو ساعته وروسته د دواړو خوا ترمنځ د شپې د ټوپکو جګړه پېل شوې ده.

حماس د غزه نه په اسرایل په رزګونو راکټونه داغلي وؤ اؤ د اسرایلي پوځیانو وګړو د وژلو اؤ تښتولو لپاره یې خپل وسله وال ورلېږلي وؤ. د حماس دغه منظمه حمله د اسرایلي استخباراتو لپاره په بشپړ ډول حیرانوونکې وه.

د حماس وسله والو ګڼ شمیر اسرایلي پوځیان اؤ وګړي نیولي اؤ د ځان سره یې غزه ته وړي دي چې دا د اسرایل لپاره یوه حساسه ستونزه ده.

اسرایل هم په غزه هوایي بریدونه کړي چې له امله یې په غزه ښارکې یو شمیر ودانۍ رانسکورې شوي.

د یادو بریدونو وروسته د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتن یاهو خپلو هیوادوالو ته ویلي، اسرایل د حماس د وسله والو سره چې د غزه په پټۍ حکمراني کوي په جګړه کې دی. د اسرایلو وزیر اعظم په خپله وینا کې چې په ټیليویژنونو خپریدله وویل چې دا یو اپریشن یا عملیات نه دي بلکه بشپره جګړه ده.

Israel Palestinians
Israel Palestinians

د اسرایلو وزیر اعظم په خپله دې لومړنۍ وینا کې ژمنه وکړه چې حماس به هغه قیمت ادا کړي چې سوچ یې هم نه دی کړی. ښاغلي‌ دې سره د خپل محفوظ ساتل شوي ریزرویسټو محافظینو د راغوښتلو امر هم وکړ.

همدغه راز یې خپل پوځ ته حکم ورکړی چې د حماس د وسله والو څخه دې هغه قصبې پاکې کړي په کوم کې چې هغوي د اسریلي پوځیانو سره په نښتو کې ښکیل دي.

هغه ویلي چې د اسرایل پوځ به په غزه کې په حماس د خپل ټول طاقت سره ځوابي برید کوي اؤ خپل غچ به اخلي.

"مونږ به هغوي خپل تریخ انجامه پورې وژنو اؤ ددې تورې ورځې بدله به په طاقت اخلو"

د امریکې صدر جوبایډن په اسرایل له شوي برید وروسته خپله یوه وینا کې اسرایل سره د واشنګټن دکوټلې ملاتړ خپله ژمنه بیا تازه کړې ده اؤ ویلي یې دي اسرایل سره د امنیت لپاره د امریکا ملاتړ "لکه کاڼی سخت او ټینګ" دی.

په منځني ختیځ کې په رامنځته شوي دې تاوجن وضعیت د غور کولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن اتوار- یکشنبه خپله بېړنۍ غونډه رابللې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG