لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل حماس جنګ – ۶۰۰ اسرایلیان او ۳۰۰ فلسطینیان وژل شوي‌


Israel Palestinians
Israel Palestinians

اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره د اسرایل یو شمېر مطبوعاتي رپورټونو په اساس وايي، تېره ورځ د حماس وسله والو په ډله ایز برید کې تر ۶۰۰ پورې اسرایلیان وژل شوي.

د اسرایل چېنل ۱۲، کېن پبلک براډکاسټ او ټاېمز اف اسرایل نومې ورځپاڼې دغه شمېره نن د اتوار په ورځ خپرې کړي. خو تر اوسه کوم اسرایلي چارواکي د دغه شمېرو پخلی نه دی کړی.

بلخوا فلسطیني چارواکو منلې د اسرایل په ځوابي بریدونو کې د ۳۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي. خو فلسطیني چارواکو دا نه ده په ډاګه کړې چې په وژل شوو کې څومره وسله وال او څومره عام فلسطینیان دي.

تېره ورځ د حماس وسله والو د چاودیدونکو موادو په کارولو سره د غزه او اسرایل تر منځه ازغن تر مات کړی او بیا په موټر ساېکلو، لویو ګاډو، پېراګلاېډ او د اوبو د پاسه چلیدونکي سپید بوټونو اسرایل ته ورننوتلي.

د اسرایل امنیتي کابینې اعلان - هیواد یې په جګړه کې دی

هم نن د اسرایل وزیراعظم بنجمن نېتن یاهو د دفتر لخوا ویل شوي د هیواد امنیتي کابینې یې د حماس وسله والې ډلې لخوا په اسرایل د برید وروسته اعلان کړی چې هیواد یې په جنګ کې دی.

د غزه سره په پوله په جنوبي اسرایل کې اضافي اسرایلي عسکر پرځاې کړل شوي
د غزه سره په پوله په جنوبي اسرایل کې اضافي اسرایلي عسکر پرځاې کړل شوي

د وزیراعظم د دفتر لخوا خپور شوي یو بیان تر مخه دغه اعلان ٫٫ د ځانګړي پوځي ګامونو پورته کولو٬٬ رسمي امر دی. په بیان کې ویل شوي ٫٫د غزه د خوا نه تېره ورځ سهر د خونړي برید وروسته دغه جګړه په اسرایلي ریاست ورتپل شوې. ٫٫ په دغه بیان کې نور کوم تفصیل نه دې ورکړل شوی.

خو تېره ورځ د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو هم دغه اعلان کړی وو چې هیواد یې په جګړه کې دی او پوځ دا ژمنه کړې چې غزه ته به سخت ځواب ورکوي.

په اسرایل برید کونکې فلسطینۍ حماس ډله څه ده؟

حماس یا د اسلامي مقاومت تحریک په کال ۱۹۸۷ کې د فلسطینیانو لومړي بغاوت په وخت جوړه شوې. د دغه ډلې تر شاه شیعه پلوه ایران ولاړ وو او د مصر اخوان المسلمین ډلې سره ورته اسلامي نظریات لري. اخوان المسلیمن ډله په کال ۱۹۲۰م کې په مصر کې جوړه شوې وه.

یاده وسله واله ډله د کال ۲۰۰۷ راهسې په غزه واکمنه شوې کله چې یې د فتح تحریک مشر محمود عباس د ځواکونو پرضد یوه کورنۍ جګړه پېل کړه. د محمود عباس ډله په غربي غاړه کې فعالیتونه لري او د فلسطین د ازادۍ تحریک (فلسطین لېبرېشن ارمي/ پي اېل او) مشري هم کوي.

د اسرایل او حماس وسله والو تر منځه په دویمه ورځ هم جګړه روانه ده

د اسرایل پوځ ویلي نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ یې د اسرایل هغه برخې د حماس وسله والو نه د پاکولو عملیات جاري ساتلي کوم چې تیره ورځ د یوې ناڅافي حملې په وخت اسرایل ته داخل شوي.

د اسرایل دفاعي ځواکونو تر مخه د اسرایل په جنوب کې د غزه پټۍ سره نژدې هم جګړه روانه ده چرته نه چې تېره ورځ‌ د حماس جنګیالو د اسرایل په بېلا بېلو برخو بریدونه کړي. په دغه سیمو کې د اسرایل سېروت ښار هم شامل دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG