د مصر یو پولیس افسر د اتوار/یکشنبې په ورځ د هغه هېواد په اسکندریه ښار کې چې د بحیره روم په غاړه پروت دی، په اسرائیلي سېلګرو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه اسرائیلي سېلګران او د هغو یو مصری رهنما ووژل شو.
ویل کیږي چې په دې ډزو کې یو تن زخمي شوی هم دی.
هغه پولیس افسر چې ویل کیږي دغه ډزې یې کړي دي، د حملې وروسته نیولی شوی دی.
روئټرز خبري ادارې د مصر د یوې امنیتي ذرئعې له قوله لیکلي چې یاد پولیس افسر پارول شوی و، او د هغه نه پس یې په ماغزو کنټرول د لاسه ورکړ او د سېلګرانو په ډله یې ناتاره ډزې پیل کړې.
دغه دوه اسرائیلي سېلګران په داسې وخت کې د مصر په اسکندریه کې وژل شوي چې د حماس ډلې تندلارو د خالي/شنبې په ورځ په اسرائیل باندې ناڅاپه بریدونه وکړل او په سیمه کې د لوی تشدد وېره خپره شوله.
مصر او اسرائیل په ۱۹۷۹ کال کې د امن معاهده لاسلیک کړله، مګر په مصر کې د اسرائیل ضد جذبات ډېر تېز دي، په خاصه توګه داسې وخت کې چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د تشدد دا نوې چپه خوره شوې ده.
Forum