لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا: د حماس په راکټي بریدونو کې نهه امریکایان هم وژل شوي‌


ISRAEL-PALESTINIANS/
ISRAEL-PALESTINIANS/

واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په اسرایلو باندې شویو بریدونو کې نهه امریکایان هم وژل شوي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ماتیو مېلر د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي ښکاره کړې او ویلي یې دي،

"مونږ له نېږدې حالات څارو او له خپلو اسرایلي شریکانو او سیمیزو چارواکو سره په اړیکه کې یو."

مېلر وړاندې لیکلي، ځینې امریکایان لا تر اوسه هم نادرکه دي او مونږ له خپلو اسرایلي شریکانو سره د هغوی د ځای معلومولو لپاره په اړیکه کې یو.

اسوسېټېډ پریس خبري رسنۍ راپور ورکړی چې د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ په شویو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۰۰ ته رسېدلی چې ۷۰۰ پکې اسرایلیان او ۵۰۰ فلسطینیان دي.

جګړه د ګل یا دوشنبې په سهار هم په ګڼو سیمو کې روانه وه او د اسرایلو د دفاع وزیر د غزې تراډې د بشپړې کلابندۍ امر ورکړی.

یو او ګیلنټ ویلي، "مونږ به غزه په بشپړه توګه محاصره کوو. نه برېښنا، نه خوراک، نه اوبه، نه ګاز. دا ټول بند دي."

د اسرایلو حکومت د اتوار یا یکشنبې په ورځ په رسمي توګه د حماس په وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د حماس د ناڅاپي برید په ځواب کې یې د لویو پوځي اقداماتو امر ورکړی.

د اسرایلو د پوځ مشر ویاند ډانیال هجري خبریالانو ته وویل، اسرایلو په غزه کې پر هغو سیمو بېرته کنټرول ترلاسه کړی چې د خالي‌ یا شنبې په ورځ پرې د حماس وسلوالې ډلې برید کړی و.

د اسرایلو د پوځ ویاند لیفټیڼټ کرنل جانتن کونریکس ویلي چې د حماس په برید

کې شاوخوا ۱۰۰۰ وسله وال شامل وو چې اسرایل ته ننوتلي وو.

د اسرایلو د پوځ ویاند تایید کړې چې په دغه برید لږ تر لږه ۷۰۰ ملکیان او اسرایلي پوځیان وژل شوي او تر ۲۱۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

هغه زیاتوي، په وژل شویو کې تر ۲۶۰ ډیر کسان چې ډیری یې ځوانان دي غزې ته څېرمه د نجف په دښته کې د موسیقۍ په یو جشن کې وژل شوي.

دغه ډول راپورونه وايي، تر سلو زیات اسرایلیان یرغمل شوي‌ چې ښځې هم پکې دي.

د مصر د الاحرام ورځپاڼې د راپور له مخې، مصر د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د هغو فلسطیني مېرمنو د تبادلې په اړه خبرې پيل کړي کومې چې د اسرایلو په زندانونو کې دي.

د اسرایلو د پوځ یو مشر لیفټیڼټ کرنل جان رسنیو ته ویلي،

"زمونږ کار دا دی چې ډاډ ترلاسه کړو چې د دې جګړې په پای کې به حماس نور پو ځي وړتیاوې ونه لري چې د اسرایلو ملکي وګړو ته ګواښ وکړي او له دې پرته به مونږ دا باوري کړو چې حماس د غزې په تراډه باندې د حکومت کولو توان ترلاسه نه کړي.

اسرایلو په ځوابي بریدونو کې د غزې په تراډه باندې د بریدونو په ځایونو، تونلونو، د حماس په یو استخباراتي مرکز،‌ د وسلو جوړولو په یوې کارخانې او د حماس د چارواکو کورونه په نخښه کړي دي.‌

ملګري ملتونه وایي، د خالي یا شنبې په ورځ د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر ۱۲۳ زرو ډېر خلک په داخلي توګه بې ځایه شوي دي.

په ۲۰۰۷ کال کې د حماس لخوا د غزې د تراډې تر کنټرول وروسته حماس او اسرایلو په خپلو کې تر اوسه څلور جګړې کړې دي.‌

امریکا هوایي شرکتونو اسرایلو ته الوتنې ځنډولې دي:

اسوسېټېډ پریس لیکلي چې په اسرایلو باندې د حماس له راکټي بریدونو وروسته د امریکا لویو هوايي شرکتونو اسرایلو ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا اسرایلو ته د سفري سپارښتنو له خپرېدو سره امېرېکن ایرلاین، یوناټېډ ایرلاین او ډلټا اېرلاین اسرایلو خپلې الوتنې ځنډولې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG