لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان په هرات ولایت کې بیاهم پرله پسې زلزلې شوې دي


د طالبانو حکومت او د افغانستان په لویديځ کې امدادي ډلو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د خالي/شنبې ورځې د زلزلې وروستو، د ملبو لاندې د ګېر پاته شوو کسانو د پیدا کولو او ژغورلو هلې ځلې جاري دي، خو په هغې سیمې کې بیا هم تازه زلزلې شوي.

د شنبې ورځې د زلزلې قوت ۶.۳ درجې و، او په نتیجه کې یې په سلهاوو کسان مړه شول او ګڼ شمېر نور زخمیان شول. په هغې زلزلې کې د هرات ولایت د لسو نه زیات کلي تباه شول، چې تر ټولو زیات نقصان د زنده جان لېرې پرتې ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

طالب چارواکو او په سیمه کې شاهدانو ویلي چې د ګل/دوشنبې په ورځ دوه ځله په سیمه کې د زلزلې تازه ټکانونه وشول او آن د هرات ولایت سرښار یې هم ولړزولو. د دې تازه ټکانونو له وېرې په زرهاوو کسان لارو کوڅو ته ووتل. د دې تازه ټکانونو د نقصانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

که څه هم د طالبانو حکومت دعوه کوي چې د خالي/شنبې ورځې د زلزلې راهېسي لږ تر لږه دوه زره (۲۰۰۰) کسان مړه شوي دي، ملګري ملتونو د څه باندې زر (۱۰۰۰) کسانو د مرګ خبر تصدیق کړی، او وایي چې قریب اووه لس سوه (۱۷۰۰) نور زخمیان دي. همدا شان رپوټ ورکړی شوی چې د دیارلس سوو (۱۳۰۰) نه زیات کورونه ویجاړ شوي او یا په جزوي توګه یې نقصان لیدلی دی.

د افغانستان د لویدیځو علاقو دپاره د یونېسف فیلډآفیسر ابراهیم صدیقي د هرات ولایت نه د ټلیفون د لارې وي او اې ته وویل چې توقع کیږي د مړو شوو کسانو شمېر سېوا شي. هغه وویل چې رضاکاره وګړي او د شاوخوا سیمو خلک د ژغورنې په عملیاتو کې د طالبانو له ډلو سره مرستې کوي.

ابراهیم صدیقي، چې د زلزله ځپلو سیمو لیدلو ته ورغلی و، زیاته کړه: "هغوی د خاورو د کیندلو دپاره ډېر بنیادي سامانونه استعمالوي او کوشش کوي وګوري چې که د ملبو لاندې څوک مړ یا ژوندی پیدا کړي. زه هک حیرانه شوم چې ومې کتل دا کلي مکمل د خاورې سره برابر شوي دي."

دا چې ولې په دې زلزله کې ډېر کسان مړه شوي دي، د یونېسف نړېوال تنظیم نوموړي چارواکي یې دلیل داسې وښود: "کله چې اوله زلزله وشوه، خلکو فکر وکړ چې کوم میزائیل ولګېدو یا کوم بم وچاودېد، او هغو د خپلو کورونو پلو منډې ووهلې. د بده قسمته، زلزلې دوام وکړ او بیا کورونه په نړېدو شول."

یونېسف او نورو شریکو ادارو یې په زیانمن شوو سیمو کې خیمې وهلي او خلکو ته د صحت خدمات وړاندې کوي. هغوی دا کوشش هم کوي چې ماشومانو ته موقتي سکولونه برابر کړي چې د تعلیم نه پاته نشي.

افغانستان کې مرګونې زلزله په داسې وخت کې وشوه چې په منځني ختيځ کې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ تشدد د ټولې نړۍ پام ها خوا اړولی او په افغانستان کې موجود بحران ته د نړېوالو ډېر پام نشته.

د ملګرو ملتونو د بشري امداد دفتر د افغانستان زلزله ځپلو دپاره صرف د پېنځه میلینه ډالرو په ارزښت د مرستو اعلان کړی دی. طالبانو له بهرنیو ملکونو او نړېوالو ادارو نه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان ګاونډي ملکونه، پاکستان، ایران او چین په فوري توګه د افغانستان د زلزلې زیانمن شوو خلکو ته مرستې لېږلي دي. طالبانو د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د سعودي عرب یو امدادي تنظیم هم د دوه میلین ډالرو په ارزښت خواړه او نور امداد د افغانستان هلال احمر کمیټې ته سپارلی دی.

د افغانستان دپاره د امریکا سفارتکاري مېشن مشرې کېرن ډېکر، چې دا مهال دفتر په قطر کې دی، د افغانستان د خلکو سره خواخوږي ښودلې او د ملګرو ملتونو یې مننه کړې چې د بېړنیو مرستو دپاره یې مالي امداد منظور کړی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG