لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنېسټي انټرنېشنل د افغانستان زلزله ځپلو خلکو دپاره نړیوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه کړې


د اېمنېسټڼي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا د چارو څېړوونکي زمان سلطاني د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې د افغانستان په واکمنو طالبانو هم غږ وکړو چې په زلزله ځپلو سیمو کې دې د خلکو بنیادي او بېړني ضرورتونو ته پام وکړي
د اېمنېسټڼي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا د چارو څېړوونکي زمان سلطاني د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې د افغانستان په واکمنو طالبانو هم غږ وکړو چې په زلزله ځپلو سیمو کې دې د خلکو بنیادي او بېړني ضرورتونو ته پام وکړي

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې دې د زلزله ځپلو خلکو مرسته وکړي.

د افغانستان طالب چارواکو ویلي د زلزلې له کبله د مړو شمیر د دوه نیم زرو نه اوختی ده.

د اېمنېسټڼي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا د چارو څېړوونکي زمان سلطاني د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې د افغانستان په واکمنو طالبانو هم غږ وکړو چې په زلزله ځپلو سیمو کې دې د خلکو بنیادي او بېړني ضرورتونو ته پام وکړي.

ښاغلي سلطاني د طالبانو نه وغوښتل چې امدادي ادارو ته دې په امن کې او بغیر د څه خنډ امدادي کارونو دپاره د زلزلې نه متاثره سیمو ته د لاس رسي اجازت ورکړي.

بلخوا د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې د لټون عملیات او امدادي هلې ځلې دوام لري.ځايي خلکو او امدادي کارکوونکو د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې د غورزیدلو ودانیو د لاندې ګیر ژوندي پاتې خلکو د راوېستلو لپاره هلې ځلې کړي.

د ولایت مرکزي ښار هرات نه دیرش کلومټره شمال غربي پلو ته دغه سیمې اړخ ته د خوراکونو،خیمو او بسترو ډک ټرکونه په سختو لارو ورروان دي. ځايي خلکو خبري رسنیو ته ویلي چې د ملک لرې پرتو برخو نه خلک د کمک لپاره ځپل شوو سیمو ته رسیدلي.

د صحت نړیواله اداره وايي د ۱۶۵۵ کورنیو د یولس زرو نه زیات خلک زلزلې ځپلي دي.

د ژمې په رانژدې کیدو، دې خلکو ته په عجل توګه د مرستو حاجت دی چې د يخنۍ نه وژغورل شي.

د طالبانو حکومت په جاري شوې بیانیه کې ویلي نن د طالبانو ستر مشرانو یو وفد د هیرات ویلایت زلزله ځپلې سیمې ته ورغلی و، چرته چې ټول کلی زورورې زلزلې هوار کړی دی.

ددغه زلزلې زور د امریکايي ادارې ۶.۳ ښودلی.

د مالي چارو لپاره د طالبانو د وزیراعظم مرستیال عبدالغني برادر او د هغه ډلې سیمې ته د سفر په وخت سمدستي ځپل شوو خلکو ته د مرستو په غیرجانبداره توګه د رسولو امر کړی دی.

د افتونو په وخت د مرستو کارونو لپاره د طالبانو ویاند جانان صایق په کابل کې خبریالانو ته ویلي زلزلې تر څلور زره پورې خلکو ته مرګ ژوبله اړولې او په شلو کلو کې يي تر ۲۰۰۰ زرو پورې کورونه مکمل تباه کړي دي.

ملګرو ملتونو د مړو اندازه دوه نیم زرو پورې ښودلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG