په اسرائیل باندې د حماس ډلې د خالي/شنبې ورځې د حملې وروستو، اسرائیل په غزه کې ګڼ شمېر ځایونه په نښه کړل، د دې باوجود د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو وایي چې د حماس په ضد د دوی جوابي حملې تازه شروع شوي دي.
د ګل/دوشنبې په ورځ د اسرائیل جنګي جهازونو ټوله ورځ د حماس تر کنټرول لاندې غزه کې په سلهاوو بمبارۍ کړې. په ماښام یې، وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو خپل اولس ته وینا کې وویل چې د حماس خلاف جوابیه حملې تازه پیل شوي او دا یې لا اوله ده.
هغه پخپل ښي اړخي حکومت کې حزب اختلاف باندې غږ وکړ چې د دې جنګ پر مهال دې "د کومو شرایطو بغیر، په فوري توګه یو بېړنی قامي حکومت" جوړ کړي.
په داسې حال کې چې د اسرائیل هوایي جهازونو د ګل/دوشنبې په ورځ غزه باندې حملې جاري وساتلې، د اسرائیل پوځ وویل چې د حماس د خالي/شنبې ورځې د ناڅاپي حملې په جواب کې د حملې دپاره یې درې لکه (۳۰۰۰۰۰) ریزروېسټ یا احتیاطي ځواکونه هم راغونډ کړي دي.
د اسرائیل دفاع وزیر یوواف ګالانټ د پوځ کمانډرانو ته په خبرو کې وویل: مونږ د ځناورو په ضد جنګیږو، او د همدې مطابق به عمل کوو." هغه دعوه وکړه چې صرف په درې ګېنټو کې یې د حماس یو سل او دېرش (۱۳۰) هدفونه بمباري کړي دي.
بل طرف ته د حماس د پوځي څانګې ترجمان وویل چې کله هم اسرائیل د خبردارۍ بغیر د غزې عوام په نښه کړي، نو دوی به د اسرائیل نه یرغمل شوی یو تن وژني. ویل کیږي چې حماس شاوخوا یو سل او پېنځوس (۱۵۰) سېویلین یا غیرپوځیان د اسرائیل نه یرغمل کړي دي.
د اسرائیل دفاع وزیر په یو ویډیویي پیغام کې ویلي چې ملک به یې غزه مکمله کلابنده کړي، او په هغې علاقې به بجلي، خوراکي مواد، اوبه، او ګېس هم بند کړي.
د ګل/دوشنبې ورځې پورې په اسرائیل کې د مړو شمېره لږ تر لږه نهه سوه (۹۰۰) او په غزه کې شپږ سوه اووه اتیا (۶۸۷) ته ورسېدله. په دواړو خواوو کې د زخمیانو شمېر قریب شپږ زره ښودلی شوی دی.
ملګري ملتونه وایي چې په غزه کې دننه یو لک او درویشت زره (۱۲۳۰۰۰) فلسطینیان له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.
Forum