لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل د دفاعي ځواکونو ویاند وایي د حماس ډلې د 1,500 وسلوالو مړي موندل شوي


د اسرایل د دفاعي‌ ځواکونو ویاند ریچرډ هیچټ وایي، د شنبې- خالي په ورځ د حماس تر برید وروسته د اسرایلو پر خاوره د دې وسلوالې ډلې د 1,500 جنګیالیو مړي موندل شوي‌ دي.

د فرانس پریس خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د نهې- سه شنبې په ورځ له بهرنیو خبریانو سره په خبرو کې لیفټیننت کرنل ریچرډ هیچټ وویل، اسرایلي ځواکونو د غزې پر پوله "ډېر یا لږ کنټرول تر لاسه کړی دی":

"د حماس د وسلوالو تقریباً 1,500 جسدونه د غزې پټۍ په شاوخوا کې په اسرایل کې موندل شوي دي".

د اسرایل د دفاع وزارت ویاند وایي‌ د ګل- دوشنبې له ورځې راهیسې د اسرایلو خاورې ته د حماس وسلوالو ورتګ په بشپړه توګه بند شوی دی، "موږ پوهېږو چې له تېرې شپې راهیسې هیڅوک نه دي راغلي، خو بیا یې هم راتګ امکان لري".

د اسوسیېټیډ خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په جګړه کې تر اوس پورې دواړو غاړو ته د پوځیانو په ګډون د وژل شویو کسانو شمېر 1,600 ته رسېدلی دی.

د رپوټونو له مخې د حماس ډلې په بریدونو کې په اسرایل کې د 73 پوځیانو په ګډون تر 900 زیات وګړي وژل شوي، چې ځینې بهرني شهریت لرونکي هم پکې شامل دي.

بلې خواته اسرایلي ځواکونو په غزه کې پر بېلابېلو ځایونو پرله پسې بمبارۍ پیل کړې دي چې له کبله یې ګڼ شمېر ودانۍ تباه شوې او د چارواکو په وینا د وژل شوی کسانو شمېر 700 ته رسېدلی دی چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اسرایلي ځواکونو په خپلو وروستيو هوايي بریدونو کې د غزې ښار رمل سیمه هم په نخښه کړې چې پکې د حماس ډلې وزارتونه او سرکاري ودانۍ دي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې- ګل په ورځ ناوخته په یوه وینا کې وویل، "موږ به په راتلونکو څو ورځو کې له خپلو دښمنانو سره داسې څه وکړو چې د دوی نسلونه به یې یاد ساتي."

د حماس ډلې یوه پوځي ویاند ګواښ کړی که اسرایلي ځواکونو په غزه کې له خبرتیا پرته عام خلک په نخښه کول د دوی جنګیالي به له شاوخوا 150 یرغمل شویو اسرایلي وګړو څخه یو- یو ووژني.

د اسرایل د دفاع وزیر یوف ګالنټ په یوه ویډیو کې ویلي، دوی به د غزې د "بشپړه محاصره" کولو پلان عملي کړي او د فلسطین خاورې ته به بجلۍ، خوراکي توکي، اوبه او ګېس بند کړي.

د اسرایلي چارواکو دغو څرګندونو د بشري حقونو د ډلو پام ور اړولی او وایي په غزه کې د اوسېدونکو عامو خلکو ته اجتماعي سزا له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش وایي، د حماس د بریدونو په خلاف د اسرایلو قانوني امنیتي اندېښنې ورته معلومې دي، خو وایي پوځي عملیات باید د بشردوستۍ د قوانینو په چوکاټ کې وشي.

ښاغلي ګوتېریش د دوشنبې- ګل په ورځ د ملګرو ملتونو په دفتر کې خبریالانو ته وویل، په بریدونو کې باید ملکي وګړو و ژغورل شي او د عامو خلکو ودانۍ باید په نخښه نه شي:

"زه ننني اعلان سخت خفه کړی یم چې اسرایل به د غزې پټۍ په بشپړه توګه محاصره کړي، هیڅ شي ته به اجازه نه ورکوي، نه بجلۍ، نه خواړه او نه تېل،‌ په غزه کې تر دې شخړو مخکې هم بشري حالت ډېر خراب وو، اوس به په تېزۍ سره نور خراب شي."

د امریکې صدر جو بایډن ویلي، د حماس په بریدونو کې په وژل شویو کسانو کې 11 امریکایان هم شامل دي. د ارجنټاین، برتانیې، کمبوډیا، فرانس، نیپال، تایلېنډ او اوکراین چارواکو ویلي د دوی وګړي هم پکې وژل شوي دي.

یادونه: په رپوټ کې د اې پي، اې ایف پي او رویټرز معلومات کارول شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG