لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د امن لاره دا ده چې فلسطین باید یو خپلواکه ریاست جوړ کړل شي


د پاکستان حکومت او سیاسې مشرانو د حماس او اسرایل پر جګړه اندېښنې څرګندې کړې او وايي په منځني ختیځ کې د امن د ټینګښت یوازینۍ لاره دا ده چې فلسطین باید یو داسې خپلواکه ریاست جوړ کړل شي چې پلازمېنه یې القدس وي.

په پاکستان کې ځینو سیاسي ګوندونو د فلسطین په حق کې د مظاهرو اعلان هم کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو نګران وزیر جلیل عباس جیلاني پر ټولنیزه رسنۍ ایکس(پخواني ټویټر)لیکلي چې پاکستان په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکې دښمنۍ او د بې ګناه خلکو د وژل کیدو له امله ژوره اندیښنه لري.

د بهرینو چارو نګران وزیر وایي"موږ له فلسطينيانو سره ولاړ يو او د اسرايلي اشغالګرو ځواکونو له خوا د تاوتريخوالي او ظلمونو د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کوو".

له دې وړاندې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ هم په ایکس رسنۍ لیکلي وؤ چې په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله د دوو ریاستونو په جوړېدو که ده چې په کې فلسطین یو باثباته، خپلواکه ریاست دی چې بنیاد یې 1967 کال څخه وړاندې پر سرحدونو دی.

څیړونکي وایي غزا او ویسټ بینک د یو ریاست په توګه یو ځای کول به ممکنه نه وي.

په اسلام اباد کې د امنیتي چارو څېړونکې فرح ناز وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، " دا دومره اسانه نه ده څه رنګه د پاکستان حکومت یا نور ملګري هیوادونه د دوؤ ریاستونو د حل خبره کوي، او د دې حل یو ډېر ګران کار دی څکه چې اسرایل وایي چې د دوي ځمکې ته واپسي د دوي حق دی، فلسطینیان وایي دا ددوي ځمکه ده، نو نړۍ ته به د دې د هوارې لپاره یوځای کیدل وي".

د پاکستان صدر عارف علوي ویلي په منځني ختیځ کې د سولې په لور پرمختګ فلسطیني ولس ته د حقونو ورکولو پرته ممکن نه دی.

پخپل یو بیان کې ښاغلي علوي ویلي د فلسطین د ځمکو دوامدار الحاق، غیرقانوني میشت ځایونه، نامناسب غبرګون او قتل عام د سولې په لور د نا هېلۍ او د پرمختګ د نشتوالي لامل شوی دی.

نوموړي ویلي "اوس وخت را رسېدلی چې باید د ملګرو ملتونو د پرېکړو سره سم پرمخ ولاړ شو. په دې وخت کې نړيواله ټولنه د نړۍ د سولې لپاره ستر رول لوبولی شي".

پخواني وزیر اعظم شهباز شریف پر ایکس رسنۍ خپل پیغام کې ویلې نړۍ باید دا ومني چې تلپاتې سولې ته اړتیا ده: چې د فلسطین د ځمکې د اشغال پای ته رسول، د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې په توګه د فلسطین دولت په رسمیت پیژندنه، او د فلسطین د خپلواکۍ او حاکمیت حق ساتل دي.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق په ایکس(‌پخواني ټویټر) یو بیان کې په اسلامي هیوادونو غږ کړی دی چې د سختې په دې شېبو کې باید فلسطینیان یوازې پرې نه ږدي اؤ تر شا یې کلک ودریږي

جماعت اسلامي د فلسطین په حق کې په هیواد کې د مظاهرو لړۍ هم پیل کړې ده.

څه څېړونکي دا هم وايي که چېرې دغه جګړه نوره زیاته شوه نو اغیز یې په ټوله سیمه کیداب شي.

په اسلام اباد کې مېشت خبریال علي حسین وي او ای ډیوه ته وایي، ددې جګړې اغېز به پر سیمې ډېر وي.

نوموړی وایي "که چرې حزب الله ، یا په شام او یمن کې څه ډلې شته که چرې په دغه معامله کې شامل شو نو دغه جګړه نوره هم پراخېدلی شې او د دې سره دمنڅني ختیڅ تر ځنګ پر سویلي اسیا هم اغیز لرلی شي"

حماس د خالي یا شنبې په ورځ په زرګونو راکټونه په اسریلو ورولي وؤ او په لسګونو وسله وال یې اسرایل ته ور ننوتلي وؤ.

میډيا د حماس اؤ د اسرایل په دغه جګړه کې تر اوسه د 900 عامو وګړو د وژل کېدو دعوې کوي.

بل پلو ته د فلسطین وینا ده چې د دوی 600 څخه زیات عام وګړي په دغږ بریدونو کې وژل شوي دي.

نړیوالې ټولنې د دواړو اړخونو څخه غوښتنه کړې ده چې د زغم څخه کار واخلي.

د امریکې صدر جوباېډن ویلي، د حماس خلاف جګړه کې د اسرایل سره ولاړ دی اؤ ویلي یې دي چې ترهګریز بریدونه هیڅ جواز نه لري.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG