لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن: موږ له اسرایل سره ولاړ یو او اسرایل د خپلو ښارونو او خلکو د دفاع حق لري


د امریکا صدر جو بایډن وویل، دا خبره باید روښانه وي چې امریکا له اسرایل سره ولاړه ده او وایي‌ باور ورکوي چې د اسرایل د حماس د برید په خلاف د خپلو وګړو د ژغورنې لپاره د دفاع حق لري:

"زموږ جواب باید چټک، غوڅ او پرځوونکی وي".

د سه شنې- نهې په ورځ ولس ته په وینا کې صدر بایډن وویل، د ټیم کسان یې د دې بحران له پیلېدو راهیسې پرله پسې د اسرایل او نړۍ له متحدینو سره په نیژدې اړیکو کې دي، وایي له اسرایلو سره به اضافي پوځي مرسته کوي چې پکې به ګوله بارود او الوتکې شاملې وي:

"موږ به دا ډاډ ورکوو چې د اسرایل دغه حساسې اثاثې ختمې نه شي، چې ورباندې د خپلو ښارونو او خلکو دفاع وکړي".

صدر بایډن وایي پر اسرایل د حماس له برید راهیسې یې دفتر له کانګرس سره په سلا مشورو بوخت دی او کله چې کانګرس جواب ورکړي غوښتنه به ترې وکړي د خپل مهم متحد اسرایل د ملي امنیت د اړتیاوو لپاره دې د فنډ منظورولو بیړني ګامونه واخلي:

"دا [فنډ] د ګوند او سیاست لپاره نه دی، دا د نړۍ د خوندي ساتلو لپاره دی او دا د امریکې د ژغورلو لپاره دی".

بایډن وویل هر ملک، تنظیم او هر څوک چې له داسې حالته د ګټې اخیستلو فکر کوي باید داسې ونه کړي، "موږ له اسرایل سره یو، باید غلطي ونه کړو".

صدر بایډن وایي د ګل- دوشنبې په ورځ یې د فرانس، ایټلي، جرمني او برتانیې له مشرانو سره هم خبرې وشوې چې د وروستیو پرمختګونو په اړه ورسره بحث وکړي او د اسرایل د ملاتړ لپاره یو متحد جواب ووایي.

صدر بایډن وویل "ترهګرې ډلې" حماس چې لاسونه یې په وینو سره دي او مقصد یې دا دی چې یهودان و وژني، د شنبې- خالي په ورځ پر اسرایلو برید وکړ، چې وایي "دا سراسر شیطاني" عمل او د یهودانو قتلِ عام دی:

"تر 1000 زیات ملکي‌ خلک و وژل شول، په دوی کې 14 امریکایان هم و وژل شول، هغه میندې پلرونه چې په خپلو بدنونو یې خپل اولادونه ژغورل و وژل شول، ماشومان و وژل شول، پوره کورنۍ تر تېغ تېرې کړل شوې".

صدر بایډن وایي هغه ځوانان هم و وژل شول چې د موسیقۍ په یوه کنسرټ کې یې امن لمانځه، وایي‌ پر ښځو باندې جنسي تېري وشول، د صدر بایډن په وینا د اسرایل د خلکو "دا صدمه نه شي‌ ختمېدای".

بایډن وایي حماس چې کوم خلک یرغمل کړي او ګواښ کوي چې وبه یې وژني، وایي دا به د هر ډول انساني اخلاقو د تګلارې سرغړونه وي، "د حماس دا وحشت او وینو ته تنده د داعش زښته زیات وحشت را یادوي".

"دا ترهګري ده خو په افسوس سره چې دا د یهودانو لپاره نوې خبره نه ده، دې برید د دوی ترخه یادونه تازه کړل، د ترهګرۍ هیڅ اجازه نه ورکوو ".

بایډن وویل حماس ډله له فلسطینیانو د جګړې د سپر یا ډال په توګه کار اخلي او وایي دوی د فلسطین د خلکو د درناوي او د خپل مستقبل د حق لپاره نه دي ولاړ.

وایي‌ "ترهګرو قصدا عام خلک په نخښه کړل او ویې وژل، اسرایل حق لري‌ چې دې وحشیانه برید ته جواب ووایي"، وایي هغه څه چې اسرایل یې تجربه کوي امریکا تجربه کړي دي.

د امریکا صدر وویل د ملک خلک یې هغو خلکو ته دعا کوي چې د حماس په بریدونو کې وژل شوي، وایي دا یوه انساني غمیزه او وحشت دی.

تر دې وینا مخکې صدر بایډن او د هغه مرستیالې کامله هېریس د اسرایلو له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفون خبرې کړې او له هغه سره یې د حماس خلاف د امریکې پر مرسته بحث کړی دی.

یوه امریکایي چارواکي- چې له دغو ټیلیفوني خبرو خبر وو- سي این این ته ویلي، کله چې وزیراعظم نتنیاهو صدر بایډن ته وویل، کېدای شي غزه محاصره کړي، وایي هغه ورته ونه ویل چې له دې کاره ډډه وکړي.

ټاکل شوې وه چې صدر بایډن خپله وینا د امریکې په وخت د غرمې په یوه بجه پیل کړي، خو تر ټاکلي وخت څه کم یوه نیمه ګنټه په ځنډ یې وینا وکړه.

ولسمشر بایډن پرون ویلي وو، چې د حماس په بریدونو کې 11 امریکایي وګړي هم وژل شوي او وایي کېدای شي په هغو کسانو کې هم امریکایي وي چې حماس ډلې یرغمل کړي دي.

د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایلو بریدونه پیل کړي دا دویم ځل دی چې ولسمشر جو بایډن په دې اړه خبرې کوي او دا درېیم ځل وو چې له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره یې په ټیلیفون خبرې وکړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG