لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلو له غزې سره د پولې د کنټرول ادعا او د نورو عملیاتو ژمنه کړې


واشنګټن – اسرایلو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، له غزې سره یې د خپلې پولې کنټرول بېرته ترلاسه کړی او د حماس تر کنټرول لاندې د ځمکنیو عملیاتو د پیلولو لپاره تیار دي.

د مسلمانې حماس ډلې لخوا په اسرایلو باندې د بې شمېره توغندیو د توغولو او د پولې له مانعو څخه له تېرېدو څلور ورځې وروسته د اسرایلو یو پوځي مشر جنرال ګولډفس وویل، پوځ اوس " د برید کونکو عملیاتو پر لور درومي چې په غزه کې دننه حقیقت بدل کړي او د داسې پېښو د بیا کېدلو مخه ونیسي."

که څه هم د غزې دننه ځمکني عملیات باوري نه دي خو د وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو په ګډون اسرایلي چارواکو په کلکه دا اشاره ورکړې چې دا هم په پام کې دي.

اسرایلو خپل ۶۰۰۰۰ نور دمه سرتیري هم غوښتي چې له پخوا څخه د درې لکه نورو غوښتل شویو دمه سرتېرو سره یوځای شي چې د ۱۹۷۳ کال د یوم کېپر له جګړې راوروسته د یهودي دولت تر ټولو ستره جګړه کې برخه واخلي.

حماس په سرښار تل ابیب او د بین ګوریان په نامه په نېږدې هوايي ډګر باندې هم توغندي ویشتي و او په ټیلیګرام یې ویلي وو چې دا د اسرایلو لخوا په ملکیانو باندې د برید په ځواب کې شوي.

په ورته وخت کې اسرایلي ځواکونو په غزه باندې په لسګونو توغندي ویشتي، ودانۍ یې په کنډوالو بدلې کړي او ژوندي پاتې شوي ملکیان له سختو کړاونو سره مخ دي.

د حماس او اسرایلو ترمنځ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر نور هم زیات شوی او اسرایل وايي تر ۱۰۰۰ زیات ملکیان پکې وژل شوي چې ۱۴ پکې امریکایان هم وو.

دغه ډول دوی د ۲۷۰۰ نورو کسانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی.‌

د دې ترڅنګ اسرایلو ویلي، چې د حماس د جنګیالیو ۱۵۰۰ مړي‌ د اسرایلو دننه موندل شوي چې له دې څخه د حماس د خالي یا شنبې د ورځې د برید څرنګوالی ښکاري.‌

دغه ډول فلسطیني چارواکو ویلي، چې په غزه کې لږ تر لږه ۸۳۰ کسان وژل شوي او ۴۲۵۰ نور ژوبل شوي‌ دي.

حماس دا منلې ده چې په بریدونو کې یې دوه جګ پوړي چارواکي وژل شوي دي.

حماس همدارنګه شاخوا ۱۵۰ اسرایلیان هم له ځان سره برمته کړي او ګواښ یې کړی چې که اسرایلو په غزه باندې له خبرداري پرته کله هم برید کاوه نو یو یو به وژني.

په غزه کې چارواکو ویلي، چې د اسرایلو یو برید له مصر سره په رفعه پولې هم ترسره شوی.

د اسرایلو پوځ ویلي، دوی د نهې یا سې شنبې په شپه په سلګونو هوايي بریدونه کړي او د حماس پوځي مرکزونه، د وسلو زېرمې او په غزه کې د قوماندې مرکز پکې په نښه شوی دی.

د اسرایلو د پوځ ویاند ریچارډ هیچ ویلي، د ګل له ورځې څخه هیڅ ډول مخالف وسلوال د دوی پولو ته نه دی داخل شوی.

د اسرایلو پوځ همدارنګه ویلي، چې حماس د برید د پیل یا خالي‌ یا شنبې له ورځې ۴۵۰۰ راکټونه په دوی ویشتي دي.

نتن یاهو د ګل یا دوشنبې ناوخته ویلي، د هغوی ځواکونو خپل غبرګون "همدا اوس پيلوي."

نتن یاهو ویلي، "هغه څه چې مونږ به یې په راتلونکو ورځو کې په دوښمن وکړو دا به له هغوی سره د نسلونو لپاره پاتې شي."

د مقبوضه فلسطیني خاورې لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو ناظمې لین هسټینګ د نهې یا سې شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې د غزې د تراډې د ۲.۲ میلیونه خلکو څخه یې لږ تر لږه دوه لکه د شخړې له امله بې ځایه شوي دي.‌

هغې وویل، د جګړې شدت د بشري کارکونکو لپاره سختوي چې مرستې ورسوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG