لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: PoR او ACC کارډ لرونکي افغان کډوال به نه نيول کيږي


په کراچۍ کې مېشت قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال
په کراچۍ کې مېشت قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال

د پاکستان حکومت اعلان کړی پاکستان کې مېشت PoR يا د رجسټرېشن د ثبوت کارډ لرونکي او ACC يا افغان سټيزن کارډ لرونکي افغان کډوال به نه نيول کيږي، اړونده ادارو ته لارښوونه شوې چې ياد افغان کډوال نه نيسي او نه یې بندي کوي.

د پاکستان د حکومت د سېفران وزارت د افغان کډوالو چيف کمشنرېټ پرون د نهې، سه شنبې په ورځ تازه اعلاميه خبره کړې ده.

ياده اعلامیه چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] هم په اېکس يا پخواني ټويټر خپره کړې، پکې ويل شوي،

"PoR او ACC کارډ لرونکي افغان کډوال اجازه لري چې پاکستان کې په عارضي توګه پاتې شي او يواځې په خپله خوښه بيرته خپل هېواد ته ستانه شي".

ويل شوي "دغه کډوال دې ونه ځورول او ونه نيول شي" ځکه د اعلامیې ترمخه دغه کار د پاکستان هغه ښه مخ ته زيان اړوي چې په تېرو 43 کلونو کې یې د کډالو مېلمستيا کړې ده".

د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په درېيمه نېټه ويلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت غېر ملکيان د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي.

د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ګواښ کړی وو که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي.

هغه دعوه کړې وه افغانان په پاکستان کې په ترهګرۍ کې ککړ معلوم شوي دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.

پاکستان کې پښتنو ملت پالو سياسي او مذهبي ګوندونو هم د پاکستان دغه پرېکړې ته سخت غبرګون ويلی وو.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تېرې میاشتې ستمبر د نهمې نېټې نه د افغان کډوالو نيولو لړۍ پېل شوې او کډوالو تور لګولی وو چې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال نيول کيږي پوليس ترې پېسې اخلي اوکه پېسې نه ورکوي مقدمې پرې درج کول کيږي.

خو د کراچۍ پوليسو د پېسو اخستو تورونه رد کړي او ويلي یې وو يواځې غېر قانونه کسان نيسي.

د پاکستان د حکومت د اعلان وروسته افغان کډوال وايي، په ويره کې دي او ګڼو کډوالو بيرته کډې کول هم پېل کړي دي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي، دا تاثر سم نه دی چې ټول افغان کډوال ویستل کيږي.

نوموړي دوه شپې وړاندې له جيو نيوز سره يوه مرکه کې ويلي وو، د رجسټرډ افغان کډوالو ویستلو خبره یې نه ده کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او درېم د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر له [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان له هيواد څخه وتلي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG